برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فراه جګړه — ریښتیا د اوبو پر سرجګړه ده؟

د فراه د جګړې په څلورمه ورځ د جنرال نیکلوسن په مشرۍ یو شمیر دولتي چارواکې د فراه ولایت مرکز ته ولاړل او هلته يي تر ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې له یوشمیر دولتي چارواکو سره مطبوعاتي خبري وکړي.


په یادو څرګندونو کې له جنرال نیکولسن نه نیولې تر دفاع وزیر ښاغلي بهرامي او داخله وزیر برمک پوري هیڅ یوه هم هلته د موجودو فراهیانو یا د غونډې د برخوالو پوښتنوته سم ځواب ونه ویلای شو.
د غونډې یوه برخه وال په صریحو تورو کې جنرال نیکولسن ته وویل:
ښاغلی نیکولسن !
زه ستاسي راتګ ته ښه راغلاست نه وایم او نه درڅخه تشکري کوم ، ځکه تاسو ولي د طالبانو تر ۱۵ ساعته جګړې وروسته زمونږ لاس نیوی وکړ؟
تاسو ولي په هماغو لومړیو شیبو کې چې طالبانو پر ښار د برید هڅه کوله زمونږ د ځواکونو ملاتړ ونه کړ؟…
د فراه په مرکز کې له دائرې شوې غونډې څخه دا واضح ښکاریده چې هلته د خلګو لومړنی مخاطب جنرال نیکولسن و نه د خپل هیواد دفاع ، داخله او د ملي امنیت رئیس.
ځکه همدا دری واړه لوړپوړي چارواکي خپله په هره غوښتنه کې جنرال نیکولسن ته اړ او د هغه اوامرو ته غوږنیولي وو.
په هرصورت کومې پوښتنې چې په د غونډه کې د ګډونوالو لخوا له دولتي چارواکو څخه مطرح شوې یوه ته هم چا مثبت ځواب ورنکړای شو .
په غونډه کې د وینا والو د خبرو ترمنځ هم همغږي نه لیدل کیده.
د دفاع وزیر ښاغلی بهرامي وویل چې د فراه جګړه د اوبو د مدیریت پر سر جګړه ده او مونږ ته چې په سرحدي ولایتونو کې ستونزې پیښیږي هغه د ګاونډیانو د لاسوهنو محصول دي.
خو د فراه والي ښاغلی سالنګي بیا د بهرامي د خبرو پرخلاف د فراه جګړه د هیواد د نا امنیو یوه اړونده پیښه وبلله چې په اوبو او په ګاونډیانو پوري هیڅ تړاو نه لري.
اوس پوښتنه داده چې که ريښتیاهم د فراه جګړه د اوبو د مدیریت پر سر جګړه وي نو د دې جګړې په دفاع کې د جنرال نیکولسن رول څه توجیه لري ؟
که ووایو چې نیکولسن د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه دا دنده لري چې د افغانستان د ارضي تمامیت!!! ساتلو په برخه کې له افغاني ځواکونو سره هرځای اووسي او د هغوی حمایت وکړي، نو دا نیکولس او د هغه تر مشرۍ لاندې فراه ته بیول شوي وزیران ولي د هیواد ختیځو سیمو ته کله د ورتګ زحمت نه کاږي چیرته چې پاکستاني ځواکونو له صفرې نقطې لسګونه کیلومیټره دې غاړې ته د افغانستان خاوره لاندې کړې او د ملي یووالي حکومت له جوړیدو راهیسي یې په لسګونوزره توغندې د هیواد په ختیځو سیمو ویشتلي دي؟
له بله پلوه په فراه کې اصلا تر اوسه پوري افغاني لوري د اوبو په اړه داسې کوم اقدام نه دی کړي چې هغه دې د فراه د غومره خونړۍ جګړې لامل شي.
یعنی نه يي اوبه بندي کړې او نه يي د ابو په عوض کې له ګاونډي هیواد ایران څخه څه غوښتي دي.
له بده مرغه د افغان دولتي چارواکو تیر ۱۷ کلونه په دې تیر شول چې چې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د طالبانو فعالیتونه د پاکستاني مداخلې لامل ، د شمالي ولایتونو هغه د روسانو د مداخلي او د جنوب لویدیځ هغه د ایراني مداخلې لامل وبولي.
چې له دې منطق څخه دا نتیجه په لاس راځي چې په افغانستان کې د امریکایانو د شتون له امله مونږ له څلورو اړخونو څخه له خپلو ګاونډیانو سره په جګړه او امریکايي شتون د هغوي په مداخلې کې له مونږ سره هیڅ مرسته نه ده کړي؟
که چیري په سرحدي ولایتونو کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه دا توجیه سمه وي نو نن د غزني په ولایت کې وضعیت فوق العاده خراب او د اجرستان، اندړو، قره باغ ، ګیرو او نورو پښتون میشتو ولسوالیو د سقوط خبره نیږدي شوې ده.
د غزني چارواکي به په یاد ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو لپاره د کوم هیواد مداخله پلمه کوي؟
ځکه غزني خو د هیواد په مرکز کې له ټولو ګاونډیو هیوادونو څخه لیري پروت دی.
واقعیت خبره دا ده چې په افغانستان کې امریکایان او د هغوی په لاس جوړ شوی رژیم د ولس له مقاومت سره مخ دی چې د هیواد په هره ساحه کې له مشکلاتو او ستونزو سره مخ دي.
یعنی نن چې د ګډ حکومت پر خلګو مسلط دی هغه فقط او فقط د امریکايي سرتیرو او امریکايي الوتکو په مټ دی.
که دا نه وي فراه ته د طالبانو په لاس له سقوط څخه چا نجات ورکړ داخلي ځواکونو او که امریکايي الوتکو؟
همداراز د فراه د ولایتي شورا د غړیو اصلي شکایت له دفاع او داخلي وزیر څخه و او که له امریکايي جنرال نیکولس څخه ؟

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي