برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غرب پلانونه د مسلمانانود نسل د زياتېدل له مخنیوی لپاره

څېړونكي اومحقيقن ټول په دې خبره يوه خوله دي چې داسبابو په نړۍ كې دطاقت پرېكړې جغرافيايي مساحتونه نه بلكې افرادي قوت اوبشري ځواك كوي ، دپرمختللو وسايلو اوعصري ټيكنالوژي په دې دور كې لاهم كابو ټول پوهان په دې حقيقت اعتراف كوي چې وړاندې والى اوغلبه به يواځې دهغه ملت په برخه وي چې ډېر مېړونه ولري ، خودغرب له بده مرغه چې په دې ډګر كې دامهال دسترو ننګونو سره مخامخ دى ، دنفوس په مخ په زياتېدونكي كمښت دلويديځ لپاره راتلونكې ترټولو ستر بشري ناورين دى ، چې امريكايان او اروپايان يې سخت اندېښمن كړي دي خو چې دمخنيوي لپاره يې پورته شوي ټول ګامونه دفطري اصولو نه ډېرلري دي نو دګټې په پرتله يې تاوان زيات كړى دى اونوې ستونزې يې زېږولې دي .
په امريكا اواروپاكې دنوووكوچنيانو دزېږېدلو فيصدي ۷، ۱ ده خوپه اسلامي نړۍ كې ۵، ۶ ده . په امريكايانو كې دشنډتوب دمخ په زياتېدونكي مرض په باره كې په ۱۹۹۵ كې دنيوز ويك نومي امريكايي جرېدې يوه ځانګړې ګڼه خپره شوې وه چې پكې دامريكايي شنډو فاميلونو شمېره ۵ ميليونه او ۳ سوه زره ښودل شوې وه ،جرېدې د National Center For Health Statistics نومي تحقيقاتي ادارې په حواله ليكلي و چې په ۱۹۶۵ م كې دشنډتوب دمرض فيصدي په امريكايانو كې ۴، ۱۴ وه خو تر ۱۹۹۵ پورې دافيصدي ۵، ۱۸ ته لوړه شوه .
امريكايي پوهان ددې ځانګړى لامل دجنسي غوښتنو دپوره كولو لپاره دغير فطري لاروانتخاب او د ودونو نشتوالى ياپكې وروسته والى بولي .
په غربي ټولنو كې دانساني نسل دمخ په زياتېدونكي كمښت دمخنيوي لپاره دامريكااواروپا دولتونو ځينې اقدامات هم كړي دي مثلاً : دكومو كوچنيانو چې پلاران نه وي معلوم قانوني تحفظ وركړل شوى دى ، كومې ميندې چې حرامي اولادونه زېږوي ددولتونو له لوري دډېرو آسانتياوو نه برخمنې وي ، بې له واده ازدواجي روابط ومنل شو او دبهرنيانو سره دودونو كولو لپاره وګړي ، وهڅول شول ، خو چې دالارې چارې دخدايي قوانينو اود فطرت دغوښتنو نه لرې وې نو تاوانونه يې دوى هم اوس دسر په سترګو ويني ، او دمشكل دحل لپاره دنويو لارو په لټه كې دي ، خو فطرت ته دراګرحېدلو اوداسلامي لارښوونو د قبلولو پرته به دبرياليتوب يوه لار هم ونه مومي .
په ۱۹۸۴ م كې داروپايي اتحاديې له لورې په دې موضوع جوړشوى كانفرانس كې يو پرېكړه ليك صادر شو چې پكې دټولوغړو هيوادونو نه دداسې ګامونو پورته كولو غوښتنه شوې وه چې له امله يې په غربي ټولنه كې دكوچنيانو په زېږولو كې زياتوالى راشي ، په پرېكړه ليك كې په دې خبره سخته اندېښنه څرګنده شوې وه ، چې په ۱۹۵۰ كې دنړۍ په انسانانو كې اروپايان ۸، ۸ فيصده وو چې تر ۲۰۲۵ م پورې به دافيصدي ۲ ته راكوزه شي چې ديوې پېړۍ نه هم په كم وخت كې څلورمې برخې ته راكوځېدل په خپل ذات كې ډېر ستركموالى دى ” امريكن انټرپرايزز انسټي ټيوټ ” نومې ادارې په ۱۹۹۵ كې په خپل يوراپور كې ليكلي وو چې دنفوس تناسب ته په پام كې نيولو سره ويلى شو چې كمزوري ولسونه به په راتلونكي كې ځواكمن شي اوسترځواكونه به د نفوس له كموالي له امله له منځه ولاړشي .

دمسلمانانو دنسل زياتوالى متعصب لويديځوال سخت اندېښمن كړي دي هغوى وايي چې يوه عامه يمنۍ ښځه لږ ترلږه ۷ اولادونه زېږوي كه ترراتلونكو ۳ نسلونو پورې كوچنيان زېږولو تناسب همداسې وي نو دهرې يمنۍ ښـځې به په ۳ نسلونو كې ۴۹ لمسيانو ، ۳۴۳ كړوسيانو او ۲۴۰۱ كوديانو نړۍ ته سترګې غړولې وي ، خو برعكس د المان ، هسپانيا ،ايټاليا ، په شمول داروپا د اكثرو هيوادونو زياتره ښځې يواځې يوبچى راوړي چې پدې توګه ۳ نسله پس دهرې اروپايي ښځې يواځې يوبچى ، يولمسى ، يوكړوسى او يو كودى نړۍ ته سترګې غړولي وي ، ۳ نسله پس ديو اروپايي په مقابل كې د ۲۴۰۱ مسلمانانو راتلل دعمل په نړۍ كې ضروري نه دي خو صليبي متعصبينو ته يقيني ښكاري او همدې حساب كتاب سخت وارخطا كړي دي اوپه دې وېره كې دي چې كه خبره همداسې روانه وي نو په راتلونكوڅولسيزوكې به دنړۍ نقشه بېخي بدله شي .
په ۱۹۸۸ كې د امريكن ډيفنس ډيپارټمنټ ” نومي مركزي ادارې په خپور شوي تحقيقي راپور كې دانساني نفوس دزياتوالي په بې انډولۍ سخته اندېښنه څرګنده شوې وه ، اوپكې راغلي وو چې دنفوس دزياتوالي له امله به په راتلونكو څو لسيزو كې دفوځي ځواك په نړيوال توازن كې ستر بدلون رامنځته شي په راپور كې دامريكا دپاليسي جوړوونكو كړيو نه په كلكه غوښتل شوي و چې دانساني نفوس دزياتوالي مخنيوي ته دې همدومره توجه وكړي څومره چې دعامه وژونكو وسلو نه خپراوي ته كيږي .
دامريكا څېړونكي ځكه دزيات تشويش ښكار دي چې دهغوى داټكلونو له مخې به په ۲۰۲۵ كې دامريكا نفوس دتايوان دنفوس نه هم كم وي ، دايران نفوس به دجاپان سره برابر شي او دايتوپيا نفوس به دفرانسې دنفوس نه يو پردوه شي .
داشتراكي ياكمونستي نظام دړنګېدو نه پس يواځينى اسلامي نظام دى چې دغربي پانګوال نظام په مقابل كې ولاړ دى او دقومونو دمتحد كولو صلاحيت هم لري ،نوځكه دمسلمانانو دنفوس زياتوالى غرب دسترې وارخطايۍ سره مخ كړى دى .
وايي چې نامتو لويديځوال څېړونكي Eberstadt وايي چې ” په نړۍ كې دانساني نفوس دزيات ډېروالي اوكموالي دفرقونو دله منځه وړلو لپاره مونږ يواځې دوه لارې لرو لويديځ دې خپل نفوس زيات كړي او يادا چې ددوهمې نړۍ دنفوس دكموالي لپاره هر ډول هڅې وشي ، دلويديځوالو لپاره خودنفوس زياتول ناشوني دي ځكه چې غرب كې دكوچنيانو دتولد فيصدي ډېره ټيټه ده او دلوړوالي لپاره يې دولتي اوانفرادي شوي ټولې هڅې ناكامې شوې دي اونوې هڅې په دېره لوړه بيه پرېوځي ، دټيسټ ټيوب بي بي له لارې دنفوس دزياتوالي كوششونه روان دي خوددې مصارف ډېر لوړ دي اوكلوننګ هم دهمدې لړۍ كړۍ ده. بل لورته دغرب دنوي كلتورله مخې ښځې دكچنيانو پالل دځان لپاره يومصيبت اوستونزمن عمل بولي” غرب چې دخپل نفوس دډېرولو له لارې نه ناهيلي شوي اوس يې دوهمه لار غوره كړه اوپه دوهمه نړۍ كې عموماً اوپه اسلامي نړۍ كې يې په ځانګړې توګه انسانانودنسل دزياتوالي دمخنيوي لپاره ټول وسايل په كار واچول اوپه دې باره كې يې دهرډول توطئيو نه كارواخيست چې د ځينو نه به يې څو كرښې پس يادونه هم وكړو .
غربيان په دې پوهيږي چې اقليت كه هرڅومره چالاك ، فريبكال دعصري وسلو اوډېرو ډالرو لرونكي وي دډېرې مودې لپاره پر اكثريت واكمني نشي كولاى ، ددې روښانه مثال د برتانيې دامپراتورۍ دړنګېدو اود شوروي اتحاد ټوټه ټوټه كېدل دي ؛يوموټي برتانويان دخپلې چالاكۍ اومكارۍ له مخې ديوڅه مودې لپاره په دومره ځمكه واكمن وو چې لمر پكې نه ډوبېده خو ترپايه يې داواكمني ونه شوه ساتلاى ، محكحوم اكثريت پسې راپاڅېد اوبرتانويان يې بېرته تربرتانيې محدود كړل ، همدا حال دروسانو هم شو كابو تر ۷ لسيزو يې په لسګونو هيوادونه غصب كړي وو خو دوى هم داولكه ترآخره ونه شوه ساتلاى ، اويو وخت داسې راغلو ، چې سره دټول مادي قوت نه يې غصب شوې خاروې له لاسه وركړې .
په سهيلي افريقاكې له پېړيو پېړيو سپين پوستان واكمن و تورپوستانو دغلامۍ ژوند تېراوه ، درسته ورځ به يې په ښارونو كې كارونه كول خو په ښار كې به يې دشپې تېرولو حق نه درلود بلكې دښار نه بېرون به يې په كوډلوكې شپې تېرولې ، دسپين پوستانو په روغتونونوكې يې دتداوۍ حق نه درلود اونه يې هم داورګادي ياموټر لپاره دسپين پوستانو په انتظار خونو كې انتظار كولاى شواى ، په ۱۹۵۱ كې تورپوستان دسپين پوستانو ۳ چنده وو يونسل پس تورپوستان ۷ برابره شول چې له امله يې دسپين پوستانو لپاره نور په قدرت كې پاتې كېدل ناشونې شول ، واك تورپوستانو ته منتقل شو اوسپين پوستان اېله دخپلو تجارتي اوسياسي حقوقو دساتنې په لټه كې شول ، ويل كيږي چې په روانه لسيزه كې به تورپوستان دسپين پوستانو ۱۱ برابره شي .
څېړونكي وايي په اسرائيلوكې هم سهيلي افريقاته ورته پېښه رامنځته كېداى شي دعربانو په پرتله ديهودانو كورنۍ ډېرې كوچنۍ وې ، يهودانو كې دنويو كوچنيانو دزېږېدلو فيصدي دفلسطينيانو په پرتله ډېره ټيټه ده ، دبهر نه دسوونو زرو يهودانو داروستلو سره سره هم صهيونيان په دې وېره كې دي چې په راتلونكو څو كلونوكې به دفلسطينيانو په مقابل كې اقليت وګرځي ، په ۱۹۳۲ كې په لبنان كې د ۶ عيسويانو په مقابل كې ۵ مسلمانان وجود دمسلمانانو د تولد فيصدي لوړه وي ، يانې دڅلورو عيسويانو په مقابل كې ۶ مسلمانانو نړۍ ته سترګې غړولې چې له امله يې په ۱۹۷۵ كې عيسويان چې يو وخت اكثريت وو اقليت وګرځېدل اودامهال په لبنان كې عيسويان دمسلمانانو دنيمايي نه هم كم دي يانې مسلمانان ۷۲ % اوعيسويان ۲۸ % دي .

استراليادپرمختللي هيوادونو په سركې ده خو په تېرو ورځوكې يې دماليې وزير ” پېټر كاسټلو ”يوې غونډې ته دوينا پرمهال وويل چې دتېرو ۴۰ كلونو راهيسې يې دهيواد په عوايدوكې ديادولو وړ زياتوالى ځكه نه دى راغلى چې دهيواد نفوس ورځ تربلې كم شوى دى ، ټولنه كې دزړو وګړو كچه لوړه اودځوانانو راټيټه شوې ده ” هغه زياته كړه چې كه حالت همدغسې مخ په وړاندې لاړ شي تر ۲۰۴۷ پورې به زمونږ په نفوس كې ۳۱ % هغه بوډاګانو وي چې عمرونه يې د ۶۵ نه تر ۸۵ پورې وي ، نوموړي وويل د ۱۹۷۰ نه تر ۱۹۹۰ پورې دكوچنيانو كمې زېږېدنې زمونږ ټول اقتصادي نظام ګډ وډ كړى دى . ‘
ديادولو وړ ده چې استراليا دولت ډېرې زياتې هڅې كوي ترڅو وګړي زياتواولادونو زېږولو ته تيار كړي ، په دې باره كې زياتې هڅونې روانې دي ، اوكومې ښځې چې زيات اولادونه زېږوي د دولت له لورې دزښتوزياتو امتيازاتو نه برخمنې كيږي داستراليا دولت دهرې ځوانې ښځې نه غوښتنه لرې چې لږ ترلږه ۳ اولادونه وزېږوي او ( يودمور ، يو دپلار اوبل ددولت لپاره ) ناره يې اوس دولتي شعار ګرځولى خوځايي څېړونكي وايي ګرانه به وي چې يواځې په اقتصادي هڅونو اوڅو ناروښځې بېرته فطري ژوند ته راوګرځي بلكې دكورنيو دنظام دله منځه وړلو اودښځو دبې لاره كولو لپاره چې څومره وخت لګېدلى دهغې نه زيات وخت به اوس ددوى پرسمې لار دروانولو لپاره په كار وي .
په ټوله نړۍ كې جاپان يواځينى هغه هيواد دى چې ترټولو كم كوچنيان پكې نړۍ ته سترګې غړوي ، دجاپان په پلازمېنه ” توكيو” كې دبې بې سي نماينده ” جوفاتن هيډ ” وايي چې په جاپان كې دكوچنيانو دزېږولو كچه دومره راټيټه شوې ده چې ددې لپاره اوس جاپانيانو ديو نوي لفظ ( شوشيكا) كارول پيل كړي دي ، دشوشيكا معنىٰ ده دكوچنيانو تشه ټولنه كه جاپاني مېرمنې دزياتوكوچنيانو زېږولو ته تيارې نه شوې نو روانې پېړۍ ترنيماى پورې به دجاپان نفوس ۲۰ % راكوز شي او دټولنې دنيمايي نه زيات وګړي به بوډاګان وي چې پالنه به يې د ټولنې لپاره ناشوني وي .
ديادولو وړ ده چې ۲۰نه تر ۳۵ كلونو دعمر لرونكو ناواده شوو شمېره دنړۍ دنورو ټولو هيوادونونه دامهال په جاپان كې ترټولو لوړه ده ، په جاپان كې دښځو ټولنې وايي چې اګر چې ددولت له لورې ښځې دزياتو بچو راوړلوته هڅول كيږي خو په ټوليزه توګه جاپانۍ مېرمنې دبجو راوړلو طرفدارې نه دي .

ديادولو وړ ده چې كابو ۳ اونۍ وړاندې دتركمنستان دولت هم دولس نه دزياتو كوچنيانودزېږولو غوښتنه وكړه .
اوسنۍ روسيه هم دامهال دنفوس دمخ پرزېاتېدونكي كمښت سره مخ ده ۱۹۹۵ نه تر ۱۹۸۹ پورې په پخواني شوروي اتحاد كې په روسانوكې ۲۷ % زياتوالى راغلى وو خو په مسلمانانوكې دزياتوالي داكچه ۱۲۵ % وه Moskovskiy Komsolets نومي روسي اخبار ليكلي دي چې دروسيې نفوس پوهانو وړاندوينه كړې ده چې كه په روسيه كې دكوچنيانو د زېږېدلو دكمښت كچه همداسې پاتې شي نو تر ۲۰۷۵ پورې به دروسيې نفوس د ۵۰ نه تر ۶۰ مليونو ته راټيټ شي ( ديادونې وړ ده چې دامهال دروسسيې نفوس ۱۴۰ مليونه نه زيات دى ) اخبار وړاندې ليكي چې په ۱۹۸۷ كې په روسيه كې دوه نيم مليونه كوچنيان زېږېدلي وو په ۱۹۹۹ كې داكچه ۲ ، ۱ مليونو ته راټيټه شوه اوتر ۲۰۱۰ پورې به په ټوله روسيه كې په كال كې يواځې ۶ سوه زره كوچنيان نړۍ ته سترګې غړووي .
دروسيې ولسمشر پوتين تېر كال دمئ په مياشت كې ولس ته د وينا پرمهال وويل دنفوس دكچې مخ په زېاتېدونكې كموالى داوسنۍ روسيې لپاره ترټولو ستر ناورين دى ، پوتين ويلي وو چې دهركال په تېرېدلو ۷ سوه زرو په اندازه دروسيي نفوس كميږي په روسيه كې دمرګونو دكچې لوړوالى اوبهرته دروسانو كوچ به هم دنفوس په كموالي كې خپله ونډه لري خو ستر لامل يې په روسيه كې دكوچنيانو دزېږېدلو كموالى دى .
هغه يو دولتي پلان اعلان كړ چې له مخې بۀ يې دكوچنيانو اوځوانومېرمنو دژوندښه والي ته ددولت له لورې توجه وشي او ديونه دزياتو كوچنيانو زېږوونكې ښځې به دډېرو آسانتياوو نه برخمنې شي .
لنډه داچې دطاقت اصل سرچېنه بشري ځواك دى چې خو شبختانه دمسلمانانو داځواك په ډېرې تېرۍ سره زياتيږي اوبرعكس غرب ترې په همدومره تېزۍ بې برخې كيږي او نيمه پېړۍ پس خو به داكمښت بېخي دقحط تركچې لوړشي چې هغه مهال به ورته همدا ترټولو ستر ناورين وي ،دشوروي اتحاد دله منځه تللو نه پس لويديځ اوس مسلمانانو ته ديواځيني دښمن په سترګه ګوري نو ځكه دمسلمانانودهر پرمختګ مخنيوى په هر لحاظ كمزورى كول اوپه تمامو ډګرونو كې يې شاته بوتلل خپل دوخت ستر مسؤليت بولي اوددې مسؤليت داداكولو لپاره كه ولسونه ټول نه هم نودولتونه خو ورته ټول ژمن دي ،ټول لويديځ دوخت دعصري ټيكنالوژۍ نه برخمن دي اوپه لسګونو هيوادونه يې اتومي وسلې لري خو ديواسلامي هيواد نظامي پياوړتيا هم نشي زغملاى اونه يې پريږدي چې اتومي وسلې ترلاسه كړي نو څرنګه به د اسلامي نړۍ هغه بشري ځواكمني وزغمي دكومې نه چې په نږدې راتلونكې كې محرومېدونكي او ددوى په وينااېله نيمه پېړۍ په دې هكله دقحظ سره مخامخ كېدونكي دي ؟ نه هيڅكله هم داسې نه ده بلكې په نړۍ كې دمسلمانانو زياتوالى غرب دځان لپاره راتلونكي ترټولوستر خطر بولي اودمخنيوي لپاره يې ديوستر پلان له مخې هرډول هڅې كوي په دې لاركې يې خپل ټول وسائل په كار اچولي اوډول ډول توطئيې جوړوي ، په عراق ،افغانستان ،فلسطين ، چيچنيا ،بوسنيا، تايلينډ ،دارفور ، صوماليه اوځينې نوروهيوادونو كې دسوونو زرو مسلمانو ځوانانو وژنه دهمدې سترپلان له مخې شوى اوكيږي اودالړۍ به يواځې يادو شوو هيوادونو محدوده نه شي بلكې غرب غواړي چې ټوله اسلامي نړۍ ته يې وغځوي اودنړۍ ټول اسلامي هيوادونه په داسې جنګونو كې راښكېل كړي چې دنيمې پېړۍ نه په كم وخت كې يې پكې دنيمايي نه زيات نسل له منځه ولاړشي . سمدستي خويې په عراق كې دا ښه په چټكۍ سره عملي كيږي په افغانستان كې هم په يويوبمباركې په سوونو سوونو ځوانان وژل كيږي خو چې لايې نورنه تيزوي ، نو ځكه چې په وړاندې يې ځينې خنډونه پراته دي كله چې هغه خنډونه له منځه ولاړشي بيا به يې تېزوالى ټوله نړۍ وويني
د مسلمانانو عامه وژنه خو د پلان يوه برخه ده اولويديځ يې دعملي كولو ټولې هڅې كوي اوددې لپاره يې په مختلفو نومواواتحادونو ځواكونه راستولى دي خو برياليتوب سره دمخ په وړاندې تللونه يې اوس لويديځ ځكه ناهيلي دي چې هغوى چې په مسلمانانو كوم ګومان كاوه مسلمانان هغسې ونه ختل لويديځ فكر كاوه چې په اسلامي نړۍ كې دجغرافياوي وېش اوپكې دافتراق راوستلونه پس به ورته ددوى وژل ماته ډوډۍ وي اوپه په وړاندې به يې هيڅ ډول مشكل رامخې ته نه شي ، خو دوى نه پوهېدل چې كه دمسلمانانو ترمخ هرڅومره مصنوعي وېشونه رامنځته شي زړونه يې لاهم سره يوځاى دي دشرف مسلمان چې وژل كيږي په غرب كې مسلمان په حركت كې راځي اوكه غرب كې وژل كيږي شرقي مسلمان يې دځان وژنه بولي ، كه د ۱۰۰ مسلمانانو په مقابل كې دصليبي لښكرو يوفوځي مړشي نو هم دا لويديځ دتاوان سودا بولي نو ځكه به دپلان دابرخه په څومره تېزى چې اټكل شوى ؤ په هغومره تيزي عملي نه شي .
دپلان دوهمه برخه دمسلمانانو دراتلونكو نسلونو مخنيوى دى دپلان دابرخه خورا ډېره خطرناكه ده ځكه چې داپلان داسلامي هيوادونو نااسلامي دولتونو په ډېره خوښۍ قبول كړى اودډېرو كمومادياتو په بدل كې يې په خپلو هيوادونو كې پلي كوي ، عام مسلمانان هم دغفلت ښكاردى اوپرضديې هيڅ ديادولو وړ عكس العمل نه ښكاره كوي ، لويديځ غواړي چې په ۲۱ مې پېړۍ كې نړۍ ته ديونيم مليارد راتلونكو مسلمانوكوچنيانومخه ونيسي اوپرې يې نږدې چې نړۍ ته سترګې وغړوي لويديځ ددې لپاره دواګانې جوړوي ، اوداين جي او ګانو داسلامي هيوادونو دروغتيا دوزارتونو په توسط يې په مسلمانو مېندو ويشي ترڅو يې په رحمونو كې نطفي خنثىٰ كړي ، له يوې خوا مو په كيمياوي بمونو وژني اوله بلې خوا مود مېندو په رحمونو كيمياوي دواګانې پاشي ، خو مونږ نه يواځې داچې مخالفت يې نه كوو بلكې په خپلو لاسونو دراتللونه وړاندې خپل نسلونه له منځه وړو ، موږ ددوى په ” وړوكي خاندان ژوند آسان ” او نورو دفريب نه ډكو ناروغو لېږو همدې نارو غرب دومره ستر ناورين سره مخ كړى دى ، چې اوس يې دمخنيوي ټولې لارې ځنيې وركې كړي خومتاسفانه چې مونږ همدا ناكامه تجربه په خپلو ځانو تكرار وو اوخپل ځانونه په خپلو لاسونو وژنو دافكر نه دولتونه اونه هم عام مسلمانان كوي چې دلويديځ دولتونه اوكليسا په شريكه ولې لويديځوال ډېرو كوچنيانو زيږولو ته هڅوي او هورې ديونه زيات بچي راوړونكي ددولتونو له لورې دزښتو زياتو امتيازاتو نه برخمن كيږي ؟ ولې غورنه كوو چې دلويديځ دروغتيا وزارتونه ولې بيا بيا دا اعلانونه خپروي چې ” كومې مېرمنې داولاد مخنيوي لپاره دواګانې يانور وسائل كاروي دهغوى په رحمونو كې د سرطان دراپيداكېدلو خطرونه زياتيږي ” .
رښتيا داده چې دلويديځ ټيكنالوژي اوس ډېره عصري اوپرمخ تللې ده موږ كه ډېرې هڅې وكړو په دې ډګر كې به ګرانه وي چې غالب شو خو له نيكه مرغه چې بشري ځواك موترې بياډېر زياتېدونكي دي كه مودلويديځ شوم پلانونه پرځانونو پلي كړل نو بيا شايد چې دهمدې روانې پېړۍ وروستۍ برخه كې بېخي دنړۍ دنقشې نه خپل وجود له لاسه وركړو اوكه دغفلت نه لږ رابيدارشو اودغرب دشومو پلانونو دمخنيوي لپاره مو لږې هڅې ترسره كړي نو بيا ۲۱ مه پېړۍ همدا زمونږ ده لويديځ ورو ورو دځايي وګړو نه تشيږي او دراتلونكي نيمې پېړۍ نه وړاندې وړاندې به ګڼ شمېر هيوادونه دقحط الرجال اعلانونه وكړي اونړيوالوته به دې هيوادونو ته دورتګ بلنې وركړې هغه مهال به مسلمانان يواځينى هغه خلك وي چې دلويديځ دا خلابه ډكه كړاى شي او په همدې كې به دمسلمانانو دغلبې اوپه نړۍ يې دواكمنۍ راز وي خو كاش چې مسلمانان په دې راز دځانونو پوهولو كوښښ وكړي .!

شریک یي کړئ!