برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د علماو په غونډه کې د بهرنیانو د وتلو غوښتنه

آریانانیوز: تېره ورځ د فراه ولایت په مرکز دریمي ناحیې کې د امام ابوحنیفه رح جامع مسجد کې د علماء، اهل معارف، قومي مشرانو او عامو ولسونو لخوا ستره اعتراضیه غونډه ترسره سوه چې د دولت کړني یې تر سوال لاندي ونیولي او د بهرنیانو بیله قید او شرطه وتل یې د افغانستان لپاره د سمون او خلاصون یوازنۍ لار وګڼل.
په دي غونډي کې د هدفي وژنو او ترورونو پر ضد ږغ پورته سو او له دواړو لورو وغوښتل سول ترڅو د مدارسو، مکاتبو او عام المنفعه پروژو بشپړ خیال وساتي او هیڅ ډول نظامي ګټه تري وانخلي.
په غونډه کې د بخش آباد بند په تړاوو هم مفصل بحث وشو او قومي مشر الحاج محمد رسول خیاط د طالبانو لخوا د بند د جوړیدا په هکله پوره اطمینان ورکړ او زیاته یې کړه تر اوسه چې د ډیزاین او سروي پړاوونه خلاص سوي ان د هیچا پزه هم نه ده ویني سوي.
د غونډي په پای کې دا پریکړه لیک په پښتو او فارسي د حاضرینو خدمت ته وړاندي سو.
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله قاصم ظهر الجبارین المتمردین، والصلوة والسلام علی رحمة للعالمین ، وعلی آله وصحبه الداعین الی الصراط المستقیم وعلی من تبعهم بالعلم والعمل إلی یوم الدین.
وروسته: د خلګو د وضعیت د لاښه کیدلو، دمعارف د ترقۍ، د دینی مدارسو، مکاتبو، پوهنتونونو او عام المنفعه ځایونو دمصئونیت او ساتنی لپاره او دملکی کورونو د ورانولو د بندولو لپاره دخلګو دټولو قشرونو په نماینده ګۍ د نن ورځی د غونډی پریکړه لیک په لاندی بندونو کی اعلانیږی.
۱ – په فراه ولایت کی اوسیدونکی خلګ سره وړونه دی او هیڅ قسم توپیر یې نسی سره جلا کولائ بناء د اسلامی امارت او دولت دواړو څخه غوښتنه کوو چی ټولو ته په یو نظر وګوری.
۲ – دینی مدارس، مکتبونه، پوهنتونونه، شفاخانې او عام المنفعه ځایونه باید د هرقسم نظامی حملې څخه مصئون وی.
۳ – دمساجدو، مدارسو، مکاتبو، ملکی کورونو او عام المنفعه ځایونو بمبارول او ورانول نه بښونکئ جرم دئ او دسمدستی توقف غوښتونکی یې یو تاوانی سوو خلګوته باید په صحیح معنی تاوان اوغرامت ورکړل سی او که دولت د بمبار او ورانولو ده دریدلو توان نلری خلګو ته دی واقعیت بیان کړی او د یرغلګرو بهرنیانو سره باید خپله مرسته متوقفه کړی.
۴ – دینی مدرسې او مکتبونه باید د هرډول تهدید او سپکاوی څخه محفوظ وی او د مسئولینو د خبراوی څخه پرته باید هیڅ قسم تلاشی پکښې ونسی.
۵ – اداری، اخلاقی، رسنیز، او ټولنیز فساد دنا امنۍ او جرایمو عمده لامل دئ دولت یې باید په خپله سیمه کی په وړاندی کوټلی او عملی ګامونه واخلی.
۶ – دملکی خلګو بی سنده وژل، مجازات کول او بندی کول په کلکو الفاظو باندی غندو او دټولو جهتونو څخه د ملکی خلګو دساتنی په اړه پوره پاملرنه غواړو.
۷ – دا یو حقیقت دئ چی په هیواد کی دټولو موجوده مشکلاتو سبب د بهرنیانو حضور دئ همدا راز د کوچنی اختر درې ورځنی اوربند دا وښودله چی افغانان ترخپل مینځ ښه سره جوړیدلائ سی لدې کبله د هیواد څخه دټولو یرغلګرو دبیله قید اوشرط وتلو غوښتونکی یو.
۸ – دبخش آباد بند، دټاپی پروژه او دشیخ ابونصر فراهی ترانزیتی لاره د هیواد دملی منافعو او دفراه ولایت حیاتی منابعو څخه شمیرل کیږی بناء د اسلامی امارت او دولت دواړو څخه غوښتنه کوو چی ددغو پروژو عملی کولو اوساتنی ته پوره پاملرنه وکړی.
۹ – که پورته مواد عملی نسوه علماء او خلګ دا خپل مسئولیت ګڼی چی دخپلو یادو غوښتنو دلاسته راوړلو لپاره دخپل توان اوطاقت مطابق لازم اقدامات وکړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي