برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د علماوو مؤثررول د امریکایانو د خپلسریو په مخنیوي کې

تر هرات وروسته د ختیځ زون دیني علماوو هم د یوې غونډې په ترځ کې له دولته وغوښتل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بمباریو او د هغوی لخوا د ولسي خلګو د وژنو مخنیوی وکړي.



دیني عالمان چې د افغانستان په مذهبي ټولنې کې په مذهبي او اجتماعي لحاظ ژور نفوذ لري په افغانستان کې د نظامونو په را وستلو او له منځه وړلو کې هم مهم رول لري.
که زمونږ د هیواد په یوې ځانګړې مقطع ( له انګریزي ښکیلاک څخه د افغانستان له خپلواکي را وروسته تر اوسه پوري) د تیرو سلو کلونو سیاسي تحولاتو او په هغه کې د نظامونو راوستلو او له منځه وړلو تسلسل ته وکتل شي نو په هغوی کې د علماوو د رول اهمیت ډیر په وضاحت سره لیدل کیږي.
په افغانستان باندې د امریکایانو د پوځي تیري له لومړۍ ورځې راهیسې د هغه په اړه د علماوو موقف واضح و ، البته هغو علماوو چې په کوم سیاسي جهت او ډلې پوري وابستګي نه لري او د هیواد اړونده قضایاوو ته یواځې له شرعي او دیني اړخه ګوري او ولس هم ورته د دينی مقتدایانو په حیث قائل دی.
همدي علماوو د ننیو امریکايي تیري په اړه داسې موقف نیولی لکه پرون چې د هیواد علماوو د شوروي یرغل او ابله ورځ یې د انګریزي یرغل په وړاندې نیولی و.
هغوي د شرعي قاطعو نصوصو له مخي امریکایان محارب تیري کوونکي بللی او پر افغان ولس یې له خپل هیواد څخه مشروعه دفاع یوه شرعی او اخلاقي فریضه ګڼلې.
پر دې سربیره اوس چې علماء کرامو له کابل مرکز نه نیولې تر هرات، ننګرهار کندوز او… پوري د هیواد په بیلابیلو برخو کې د امریکایانو د خپلسریو او په هیواد کي د هغوي له یرغل نه د را پیدا شویو مفاسدو د مخنیوي په وړاندي کومې هڅې پیل کړې هغه یواځې د څو کسانو او غونډو عادې هڅې نه ؛ بلکې هغه په شرعي لحاظ د علماوو په ترجماني سره د ټول افغان ولس غږ او غوښتنې دي چی هم یی دا علماء د یوه شرعی مسؤلیت په خاطر کوي او هم یې افغان مسلمان ولس د یوې شرعي پریکړې په حیث د منلو او عملي کولو لپاره په سر او مال پلي کولو ته تیاری لري.
او د امریکایانو د خپلسریو د مخنیوي په وړاندي د هیواد د دیني علماوو دغه هڅي او غونډې د هیواد د روان ناوړه سیاسي او امنیتي وضعیت د کنټرول او سمولو لپاره تر ټولو موثر او غوره اقدام دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي