برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماو سراسري شورا د اوربند وړاندیز وکړ

آریانانیوز: د سولې عالي شورا او د علماو سراسري شورا مشرتابه او غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې د اوربند او سولې په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.


دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د سولې عالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي د غزني او د هېواد نورو وروستیو دردناکو پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه. هغه زیاته کړه، تر څو چې جنګ وي، نو موږ به د دغسې دردناکو پېښو شاهدان یوو. سوله ملي اړتیا او د ولس غوښتنه ده، نو د سولې مذاکرات باید په بریالیتوب ترسره شي.

استاد خلیلي وویل، اکثریت هېوادوال د سولې په بهیر باورمند شوي او د حکومت تېر اوربند یې د سولې فضا برابرولو لپاره لوی ګام وباله. نوموړي د لوی اختر په رارسېدو سره یو ځل بیا د اوربند وړاندیز وکړ او له طالبانو یې هم وغوښتل چې د اوربند د هرکلي او ملاتړ ترڅنګ اوربند هم اعلان کړي.

د افغانستان د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف وویل، د هېواد درې زره جیدو دیني علماو په افغانستان کې روان جنګ حرام او د اسلامي هېوادونو علماو او مفتیانو دغه جګړه فتنه وبلله. نوموړي له دې امله د حکومت او جمهور رئیس قدرداني وکړه چې د علماو د فتوا په درناوي یې تېر ځل اوربند اعلان او د یادې فتوا د نورو وړاندیزونو د تعقیب لپاره یې د علماو ۲۴ کسیزه کمېټه جوړه کړه.

د علماو د سراسري شورا رئیس وویل، دغه ۲۴ کسیزه کمېټه وړاندیز کوي چې جمهور رئیس په لوی اختر کې هم اوربند اعلان او په دې برخه کې د تېر په څېر شهامت وکړي، تر څو روانه جګړه او فاجعه پایته ورسېږي. نوموړي له طالبانوهم وغوښتل چې نور له انسان وژنې او د هېواد له بربادۍ لاس واخلي او د جنګ پرځای د سولې لاره اختیار کړي.

ورپسې د سولې عالي شورا غړې استاد شفیقې حبیبي له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې سوله د خپل ولس لپاره په حقیقت بدله کړي او همدارنګه یې په راتلونکي لوی اختر کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند د اعلان غوښتنه وکړه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوی له وړاندیزونو څخه په مننې وویل، د اوربند د اعلان په اړه مشورتي ناستې جریان لري، چې د دغو سلا مشورو او وړاندیزونو په رڼا کې به د ملي یووالي حکومت خپل دریځ اعلان کړي. هغه زیاته کړه، سوله الهي امر او زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده او ټول مسلمانان په ځانګړي ډول د افغانستان مجاهد ولس تل د الهي اوامرو پیرو دی.

جمهور رئیس د افغانستان د علمای کرامو متفقې فتوا او له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي ناستو ته په اشارې وویل، د سولې په اړه ملي اجماع موجوده ده. هغه زیاته کړه، د اوربند په اړه ستاسو ټولو وړاندیزونو ته درناوی لرم، خو اوربند باید دوه اړخیز او موخه یې سوله وي. دا د منلو وړ نه ده چې د هېواد په یوه سیمه کې اوربند او په بله کې جنګ وي.

جمهور رئیس غني د سولې مالکیت، ملي یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا، د اساسي قانون مطابق چلند، د معلوماتو د همغږۍ د مرکز ایجاد، د رسنیو او ټولنیزو شبکو پراخ پوښښ او په ټولو کچو د مشارکت رامنځته کول په مشورتي ناستو کې د بېلابېلو اقشارو د وړاندیزونو په توګه یاد کړل.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه لومړۍ درجه احضارات ولري، ترڅو د دښمنانو د تهدیدونو مخه ونیسي. هغه په ټینګار سره وویل، د امریکا په ګډون له ټولو بین المللي شریکانو سره د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه همغږي موجوده ده او دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د دغې غونډې په پای کې د سولې عالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي، د افغانستان د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف او د سولې عالي شورا غړې استاد شفیقې حبیبي د رسنیو په حضور کې وویل، د اوربند په اړه یې خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس غني سره شریک کړل او له افغان وسله والو طالبانو څخه یې هم وغوښتل چې اوربند اعلان او د جنګ پرځای د سولې لاره غوره کړي.

دوی د افغانستان د حکومت او افغان وسله والو طالبانو ترمنځ د کوچني اختر اوربند ته په اشارې وویل، موږ پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ کوو چې د افغان ولس د غوښتنې په اساس په خپلو کې دوه اړخیز اوربند وکړي، تر څو زموږ مسلمان ولس د سولې او امن فضا کې د اختر خوښۍ ونمانځي او د دایمي سولې لپاره فضا برابره شي.

شریک یي کړئ!