برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د علماوو شورا د دایمي اوربند د اعلان غوښتونکې شوه

آریانانیوز: دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملي دفاع وزیر ویلي ټاکل شوې ده چې حکومت یو ځل بیا په لوی اختر کې د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.


د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د افغانستان د علماوو شورا له حکومت او طالبانو غواړي چې دایمي اوربند اعلان او په هېواد کې جګړه پای ته ورسوي.
پرون د زمري په ۱۳ مه) د عالمانو سراسري شورا او د سولې د عالي شورا غړي سره راغونډ شوي، چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ د ټولنې د اصلاح په موخه د عالمانو وړاندیزونه وارزوي.
د عالمانو د سراسري شورا مشر په دې غونډه کې له طالبانو وغوښتل څو د تل پاتې اوربند لپاره ګام پورته کړي.
د افغانستان د علماوو د سراسري شورا مشر قیام الدین کشاف په دې اړه وویل:«دواړه لوري دې اوربند اعلان کړي لنډ مهاله نه. دا اوربند دې دوام پیدا کړي ترڅو د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملي دفاع وزیر ویلي ټاکل شوې ده چې حکومت یو ځل بیا په لوی اختر کې د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.
په داسې حال کې چې امنيتي ارګانونه د تېرې روژې میاشتې اوربند له نیمګړتیاوو سره بولي خو حکومت د طالبانو د مثبت ځواب په صورت کې د بل اوربند له تیاریو خبر ورکوي.
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم اخپلواک څرګنده کړه:«له همدې ورځې زموږ غوښتنه دا ده چې درېغی نن اوربند شوی وای او د افغانستان خلک له جګړې ژغورل شوي وای.»
که څه هم افغان حکومت کابل کې د قطر له چارواکو سره له لیدنو اطلاعات نه ورکوي خو د ولسمشر سیاسي سلاکار په هېواد کې د سولې او ټیکاو ټېښګت په تړاو د دې هېواد ونډه مهمه ګڼي.
ښاغلي اخپلواک زیاته کړه:«د افغانستان پلاوي هلته تللي. د افغانستان ډیپلوماټان هلته تللي، رسمي پلاوي تللي دي.»
تمه کېږي چې حکومت به یو ځل بیا په راتلونکي اختر ورځو کې له طالبانو سره اوربند اعلام کړي. د هېواد اوسېدونکي له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړې بس او د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي