برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د علماود ټولنی پریکړه لیک: بهرني ځواکونه دې بې قید او شرطه له افغانستان څخه ووځي

په هرات کې د افغاني علماو یوې ټولنې د امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د افغانستان څخه بې قیده او شرطه ووځي.


د جامعه روحانیت افغانستان په نامه د دینې مدرسو علماو ټولنې تر دوه ورځنیو مشورو او غونډو وروسته یو پریکړه لیک نشر کړی چې په کښي يې د بین الافغاني تفاهم او سولې غوښتنه هم کړې او حکومت ته یې ګواښ کړی چې د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به راتلونکي ټاکنو په اړه هم تصمیم ونیسي.
دوی پر مدارسو او ملکي اهدافو د امریکایانو او دولتي الوتکو بمبارۍ هم غندلي دي او دا یې د اسلام او بشریت ضد جنایت بللی دی چې باید ترسره کوونکي يې د شریعت په رڼا کې سزا وویني.
په پریکړه لیک کې د افغانستان د روانې شخړې، نا امنۍ او ستونزو اصلي لامل د بهرنیانو شتون بلل شوی دی چې باید له افغانستانه بی قیده او شرطه ووځي.: بهرني ځواکونه دې بې قید او شرطه له افغانستان څخه ووځي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي