برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سعودي کې د علماو د پریکړه لیکپه اړه تبصره

√ څه شیان چې ډیر مهم دي او په اعلامیه کې ترې یادونه نه ده شوې:
۱- د امریکا شتون چې د ټولو در پدریو ، وژنو ، وحشتونو او ظلمونو مور ده او له دې زیږیدلې دي اشاره ورته نه ده شوې.
۲- په افغانستان کې هر ورځ د امریکا او د هغوی متحدینو لخوا په عامو مظلومو افغانانو وحشیاته چاپې وهلې کیږي یادونه نه ده شوې.
۳- د افغانستان موضوع کې امریکا مستقیما لاس لري او پکې ښکیل ده او حتی د جګړې ماشین د امریکا په لاس کې ده همداسې بې بحثه او مورده پاته شوه اوګرسره یادونه یې نه ده شوې.
۴- اوس ټول افغانان په دې پوه دي چې زموږ له هیواده امن او ارامي امریکا وړې ده نو راتلل یې د امریکا تر وتلو معلق دی.
۵- ددې علماؤ څخه دلته باید ګیله وشي چې تاسو ځانونه دین ته منسوب کړي د قران او سنت خبري کوئ ولې مو د امریکا په ظلمونو خوله چوپه ده چې محضي یادونه مو هم ونه کړه. بیخي د امریکا یرغل او تیری چې په افغانستان یې کړی دی درته یاد نشو او که درته یرغل نه ښکاري.
۶- او دا هم یو جوت حقیقت دی چې افغان حکومت د جګړې د بندولو او روانولو واک نلري او نه هم ددې واک لري چې په خپل سر د سولي او نورو مهیمو قضایاوو په اړه خبره وکړي ، یعنې کاملا بې واکه او دا مریکايي ګټو د تحقق لپاره یوه وسیله ده.
√ په کنفرانس کې ګډونوالو د افغان مسلمان ولس پر مشکلاتو بحثونه وکړل هلته يې د وينې تويدنې ، د بيګناه انسانانو د وژل کيدو او د افغانستان د اسلامي حکومت د وړتياو ننګول وڅيړل ، په داسې حالت کې چې پورته ذکر شوي کارونو هيڅ يو ته يې د اسلام حنيف دين اجازه نه ورکوي.
ښه:
د افغان مسلمان ولس تر ټولو لوی مشکل د بهرنیو ځواکونو له ناروا شتون او اشغال سره دی ، خو موږ په ټوله اعلامیه کې ددې مشکل په حل کوم کوم لفظ ونه لیده.
په افغانستان کې د امریکا له یرغل نه تر نن ورځي پوري په زرګونو عام افغانان د یرغلګرو د وحشیانه بمبارونو، چاپو او ډرون بریدونو له امله شهیدان شوي دي او لا شهیدانیږي چې ښکاره بیلګه یې په تیرو څوورځو کې په خوست ، ننګرهار ، لوګراو زابل کې وو. او دا ټول د دوی او یا د کابل ادارې د غلامو عسکرو له لاسه شهیدان شول هیڅ یادونه نه ده شوې.
داسلام حنیف دین واقعا پورتنیو ټولو کارونو ته اجازه نه ورکوي او مرتکبینو ته د سختې سزا ورکوونکی دی او مسلمانان یې هڅولي دي چې د دې وړ کارونو مخنیوی وکړي، لکه نن چې د طالب په نوم ولس راپاڅیدلی دی.
√ همدارنګه په دې پریکړه لیک کې دا ویل وشوي دي چې د افغانستان دولت اسلامي دی ، نو دلته باید دا ابهام ختم شي چې دولت او حکومت تر منځ توپیر شته او کنه؟
په لنډ ډول به ووایم د حقوقپوهانو له نظره دولت او حکومت تر منځ زیات توپیرونه موجود دي چې د ټولو خلاصه داده چې د دولتونو نه مراد همیشه سیمه او علاقه وي او د حکومت نه مراد افراد او یا هغه اشخاص دي چې دا اداره ترې تشکیل شوې ده.
نو موږ نظر پورته تحقیق ته دا وایو چې د افغانستان دولت اسلامي دي خو ولې حکومت او اداره یې اسلامي نه دی بلکه د امریکا لخوا د امریکایي اهدافو او ګټو د تظمین او بر رسي لپاره امریکا د وخت له لنډغرو او پرديپالو او د افغاني تاریخ څخه ناخبرو څیرو څخه تشکیل کړې ده.
او بل د اسلام حکومت خبره ! کوم اسلامي حکومت ؟ هغه اسلامي حکومت چې په شتون کې یې د اسلامي شعائرو بې عزتي په ښکاره کیږي ، د اسلام له مبارک دین څخه خلک په رڼا ورځ مرتد کیږي ، د نورو ادیانو خصوصا نصرانیت ته په ډاګه دعوت او تبلیغ کیږي او ددې اسلامي حکومت عسکر د امریکایانو په ملګرتیا او اشاره په تیاره شپه کې زما په کور هجوم راوړي له وړو تر لویانو په ډلیئزه توګه مې وژني ایا داسلامي حکومت ده ؟
که واقعا تاسو په افغانستان کې د موجوده ناخوالو د ختمولو په اراده رایوځای شوي یاست او د افغان مظلوم مسلمان ولس په غمونو خپه یاست ، نو ولې مو د هغه چا په اړونده خوله چوله نه کړه چاچې له دې هیواد څخه د امن او سولي څادر ټول کړی دلته یې په یو او بل نوم مسلمان وژنه شروع کړې ده او هره ورځ مسلمانان وژني.
√ موږ هم وایو چې مسلمان وژنه حرامه ده خو دلته امریکا ترې مستثناء ده ځکه که داسي نه وي خو لیونی او له سالم عقل وفکر خلاص کس هم په دې پوهیږي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو لویه قاتله امریکا ده.
√ د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارادې او خوښې نظام اسلامي نظام دی نو تاسو ولې د طالبانو د شرعي نظام چې په افغانستان کې قائم وو ننګه ونه کړه بلکې حکومتونو مو دامریکا ملاتړ وکړ او تاسو چوپه خوله واست او نن د امریکا تر چتر لاندې د اسلامي نظام خبره کوئ دا یو ډول عارفانه تجاهل ده چې تاسو یې کوئ ځکه په دې تاسو هم ښه پوهیږئ چې د امریکا په شتون کې اسلامي نظام راتګ یو خوب ده او هم د امریکا دیرغل اساسي غوښتنه دا وه چې دانظام ختم کړي اسامه او نور موضوعات هسې پلمه وو.
نو نن ورځ اسلامي نظام هله قائمیدلای شي چې له افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو څخه د امریکا د تیریو لمن ورټوله شي.
ځکه امریکا د دنیا په هیوادونو کې هغه سفاک هیواد دی چې د ټولې اسلامي دنیا امن یې له منځه وړی ، خو دلته ترې په اعلامیه او دوه ورځني مجلس کې یادونه ونشوه. بلکې ټول تمرکز په هغه څه شوی کوم چې د امریکا مطلوب وو او د همدې په خاطر یې دا کنفرانس دائر کړ.
نو په اخیر کې موږ دې نتیجې ته رسیږو چې دا غونډه د تیرو غونډو په شان د نیکولسن د مذهبي فشارونو له جملې ځیني وه چې تمرکز ټول په طالبانو شوی هغوی دجګړې عاملین یادشوی دي او هغوی له زرونو کیلومتره لیري ځای څخه راغلي په افغانستان یې تجاوز کړی دی.
که چیري ریښتیا هم د جګړې خاتمه غواړي اسان لار داده چې امریکا ته دې ووایې چې په مسؤلانه ډول له افغانستان څخه خپل فوځونه نور وباسه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي