برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د القدس لانجه او جهاد

له کومي زمانې چې مسلمانانو د الله ﷻ دغه عظیم حکم ته شا کړې ده او د جهاد، اسلام اواسلامي ارزښتونو دفاع يې پرې ایښې ده نوله هماغه وخته مسلمانان په تنزل روان دي او د یوملت په حیث د تحقیر تذلیل اومحکومیت کندوته د غورځېدوپه حالت کې دي تر دې چې مسلمانان د غلامۍ او ذلت له ژوند سره تر دې حده پورې عادي شول چې د خپل خلاصون او خپل عزت او خپلواکۍ د ترلاسه کولو په هکله هیڅ کومه چاره ورته په نظر نه ورځي ، تردې اندازې د دښمن تبلیغاتو متأثره کړل چې دوست ورته دښمن اودښمن ورته دوست ښکاري، خلاصون ورته هلاکت اوهلاکت ورته خلاصون په نظر ورځي، خپلې چاري یی داسي کسانو ته سپارلې چې هغوته د اسلامي ارزښتونو پرځای کفري ارزښتونه مقدم دي ، د ټولو اسلامي هیوادونو مشران داسي خلک دي چې د خپلو دیني او ملي مقدساتو ته د ژمنتیا پر ځای د هغو په له منځه وړلو لګیا دي ، د دي پر ځای چې د خپلو ولسونو حفاظت وکړي نور یې هم د مرګ کومې ته بیایې ، شپه او ورځ د خپل ولس په وژلو لګیا دي، خو هرهغه مشر چې له کفارو څخه د اسلام د خاورې د آزادۍ غوښتونکی وي مسلمانان ورته د شک په سترګه څه چې لا د نورو په غلامۍ یې تورنوي تردې حده د کفارو ترتأثیر لاندې شول چې له کفر سره مقابله ورته ناشونې ښکاري.
جهاد ورته د وروسته پاتې او بې تمدنه خلکو کار ایسي، نو د مسلمانانو د دغو ټولو بدبختیو سبب او لامل د اسلام د عظیم رکن پریښوول دي چه عبارت له جهاد څخه دی، د جهاد فایده چې کومه د مؤمنانو، شهیدانو، مجاهدینو او د اسلامي حکومت مشرانو ته ده هغه بالکل څرګنده ده، هیڅ بیان ته ضرورت نه لري ، که ریښتیا هم د اسلامي نړۍ مشران له غاصبو یهودانو څخه د القدس ازادول غواړي نو بیا دې هغه تګلاره عملي کړي چې زموږ اسلافو دوه ځلې د همدې وحشیانو له منګولو څخه همدا مقدس ځای پرې ازاد کړی، او که چیري هسې د مسلمانانو تیرایستل یې مقصد وي او یو څو ورځې په رسنیو کې همدې موضوع باندې ګرمې او توندې خبرې کوي څو د مسلمانانو په وړاندې خپل قدر او عزت زیات کړي او بس ، خو دا مسئله په دې اوتو بوتو نه حل کېږي او نه توندې خبرې د کفر په وړاندې سپر کیدای شي ، ځکه یوازنۍ نسخه چې په استعمال سره یې د مسلمانانو ټولې ناخوالې حل کېږي هغه د الله ﷻ په لار کې د مقدس جهاد اعلان دی، همدا د قرآن او سنتو فیصله ده.
ځکه د اسلام سرنوشت په همدې باندې ټاکل کېږي، او هم د مسلمان ملت عزت او ذلت تر همدې پورې تړلی. لکه څنګه چې الله ﷻ فرمایې:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ۝ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾ [الصف: ۱۰ــ ۱۱].
ژباړه: ای مؤمنانو ! ، ایا تاسې ته د داسې سوداګرۍ لارښودنه وکړم چې تاسې د (دوزخ له ) دردناک عذاب څخه وژغوري ، پر الله او د هغه په رسول ايمان راوړئ او د الله په لار کې په خپلو مالونو او ځانونو حهاد وکړئ .
همدارنګه الله ﷻ فرمایی: ﴿ وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ ﴾ الآية [البقرة: ۱۹۵].
ژباړه: او (خپل مالونه ) د الله ﷻ په لار کې ولګوئ او خپل ځانونه په خپلو لاسونو سره مه هلاکوئ.
د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې ما له رسول الله ﷺ څخه واورېدل ويې فرمايل: «إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ ، وَتَرَكْتُمْ الْجِهَادَ ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ» (رواه ابو داود).
ژباړه: کله مو چې د عینه په بیعه (خرڅلاو) پېل کړ، د غواګانو لکۍ مو ونیولې، په کښت (زراعت) خوښ شوئ او د الله ﷻ په لاره کې مو جهاد پرېخوست؛ الله ﷻ به در باندې داسې ذلت او خواري مسلط کړي؛ دا ذلت به در څخه تر هغه نه لري کوي تر څو خپل دین ته ونه ګرځئ.
د هغو اسلافو لار باید تعقیب کړو چې د الله ﷻ په لاره کې په ځاني او مالي جهاد او د ژوند په حقیر ګڼلو سره یې پر نړیوالو حکومت وکړ او نړیوالو د هغوی په وړاندې د تسلیم سر ښکته کړ او په دنیا کې باداري او عزت دهغوی په نصیب شو او د نړۍ حاکمان شول.
او خپله لیکنه په همدي کلماتو ختموم:
نحن الذين بايعوا محمدا … على الجهاد ما بقينا أبدا
د مسلمانانو د ویښتابه په هیله په ټوله نړۍ ! !

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي