برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د پاکستان لومړي وزیر سره په کتنه کې: د دواړو هېوادونو د مشرانو تصامیم د راتلونکو نسلونو ژوند او سوکالي خوندي کولای شي

د افغانستان د حکومت په رسمي بلنه، د دولت په دولت مذاکراتو د پیل په موخه د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي چې د یاد هېواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ورته نن له غرمې مخکې په ارګ کې ښه راغلاست ووایه.


جمهور رئیس غني په ګلخانې ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزیر او راغلي پلاوي سره په کتنه کې له دې امله مننه وکړه چې کابل ته د راتګ رسمي بلنه یې ومنله.

په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر د دوه اړخیزو اړیکو، تروریزم سره د مبارزې، منطقوي اتصال، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت دسولې د مذاکراتو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو، په عزت سره د کډوالو د راستنېدو، د سړک جوړولو او ريل پټلۍ د پروژو، د زندانیانو د تبادلې او د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ د نهايي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني له هغې غاړې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو موضوع په جدي توګه د پاکستان لومړي وزیر سره مطرح کړه او هغه ته یې په ټینګار وویل، اوسنی وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او باید هر راز تشویش د رسمي مراجعو، بحث او مذاکراتو له لارې شریک او حل شي.

همدارنګه دواړو غاړو په منطقوي اتصال په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ په انتقال، د کویټه ـ کندهارـ هرات او د پيښورـ جلال اباد د ریل پټلۍ د دوو سترو پروژو او پيښورـ جلال ابادـ کابل د لویې لارې د جوړولو د عملي کار په پیلولو بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې موافقه وشوه چې هېواد ته په عزت سره د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره دې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی واضح مهال‌وېش او میکانیزم ترتیب کړي. دغه راز له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا د اتصال او انتقال په اړه د دواړو هېوادونو پلاوی موظف شو.

همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د یو سند چمتو کولوپه اړه د بحث او موافقې ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ نهايي کړي.

جمهوررئیس غني، په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات کیلي وبلله او زیاته یې کړه موږ او تاسې په داسې حساس پړاوو کې قرار لرو چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تصامیم د راتلونکو نسلونو ژوند او سوکالي خوندي کولای شي.

دغه راز په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماوو په جوړېدونکي کنفرانس هم بحث وشو.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي طالبانو ته د جمهوررئیس غني د سولې د وړاندیز هرکلی وکړ او د افغانانو په مشرۍ یې سوله د حل یوازینۍ لاره وبلله او په دې برخه کې يې د خپل هېواد په استازیتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د پاکستان لومړي وزیر د دغې کتنې په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه چې یاد هېواد ته رسمي سفر وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array