برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اتمر هلیکوفترې د داعش په خدمت کې

آریانانیوز: د نن ورځې ټاپ خبر دا دی چې طالبانو په د هیواد په شمال جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ کې د داعشیانو سټه وایسته او هغه داعشیان چې څه موده وړاندې حکومتي چورلکو په دې غرنۍ سیمه کې پیاده کړي وو، پرون چې کله د طالبانو لخوا ورباندې کړۍ راتنګه شوه بیرته ورته هماغه چورلکې راغلې او په نامعلوم لوري یې پورته کړل.
عجب خلافت دی. . . عجب یې جهاد. . . عجبې ډرامې او په عجیبه ډول د خلکو په سترګو کې ننوتل. هره ورځ طالبان د افغانستان په مختلفو سیمو کې حکومتي عسکر محاصره کوي، د اردو او پولیسو سربازان د رسنیو له لارې چیغې بغارې وهي چې که حکومتي مرسته راونه رسیده او یا له محاصرې ونه ایستل شوو نو ټول به هلاک شو. خو نه یې اشرف غني غږ اوري نه یې اتمر په کیسه کې وي او نه هم کوم بل حکومتي چارواکی.
مګر پرون چې داعشیان په درزاب کې طالبانو محاصره کړل، نو مخکې له دې چې د طالبانو لخوا ووژل شي. حکومتي څرخکو د د درزاب لرې پرتو غرنیو سیمو ته ځان وروساوه، سلګونه داعشیان یې ټول په څرخکو کې راپورته کړل او د طالبانو له محاصرې یې وژغورل.
د جوزجان د همدې داعشیانو په اړه پخوا هم ویل کیدل چې حکومتي څرخکو دې سیمې ته راوړي دي. حکومتي څرخکې ورته اکمالات کوي، ټپیان یي لیږدوي او وخت په وخت یې ضرورتونه پوره کوي. په داسې حال چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې حکومتي عسکر له لوږې مري، مړي او ټپیان یي د نه لیږدیدلو له امله بویونه کوي. په میاشتو میاشتو محاصره سربازانو ته مرسته نه رسیږي. ښایي اصلي علت یې دا وي چې د امنیت شوری او حنیف اتمر څرخکې د داعش په اکمالاتو او انتقالاتو بوختې دي.
د درزاب داعشیان خو دومره نازولي وو چې له حکومتي څرخکو یې سم د هوایي ټکسي په شان استفاده کوله، د بلا زامن راغلي هم په څرخکو کې وو او لاړل هم په څرخکو کې، معلومه نه ده چې دا ځل به یې د اتمر څرخکې بیا چیرته پیاده کوي او بیا به د کومې شیطاني استخباراتي دسیسې لپاره د محروقاتو کار ترې اخیستل کیږي.
د هیواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې داعشیان چې د طالبانو تیغ ته برابر وو، دوی څرخکې ورولیږلې او په مناسب وخت یې له طالبانو وژغورل، د جوزجان ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري هم وایي چې تر ۲۰۰ ډیر داعشیان یې په څرخکو کې کې له درزاب څخه د جوزجان مرکز شبرغان ته لیږدولي دي. نوموړی وایي چې په لیږدول شویو داعشیانوکې په شمال کې د داعش مشر حبیب الرحمن او دوه قومندانان مفتي نعمت الله او صبغت الله هم شته.
داعش د افغانستان په جګړه ایز تاریخ کې هغه وحشي ډله ده چې تراوسه یې د بلې هرې جنګې ډلې په نسبت زړه بوږنوونکي جنایات ترسره کړي دي. دوی په ننګرهار کې د زانګو ماشومان ووژل، سپین ږیري مسلمانان یې په بمونو کینول او بیا شهیدان کړل، په کابل کې یې بیا د ولسي خلکو د وینې ویالې وبهولې او د هیواد په شمال کې خو یې حتی سپین ږیري ملا امامان ذبح کړل. په اوس وخت کې طالبان هڅه کوي چې افغان اولس د دې بدمرغه ډلې له جنجال څخه وژغوري. خو حکومتي چورلکې مسلسل کوښښ کوي چې د داعش په وړاندې د طالبانو عملیات بریالي نه شي.
کله چې طالبان په داعش عملیات شروع کړي حکومتي څرخکې او امریکایي الوتکې په طالبانو بمبارونه کوي. او کله چې طالبان له بمبارونو سره سره په داعشیانو د محاصرې کړۍ تنګه کړي نو بیا حکومتي څرخکې داعشیانو ته کیني، هغوی پورته کړي او حکومتي پوځي مراکزو ته یې انتقال کړي. چې د درزاب اوسنۍ پیښه د دې خبرې نغد ثبوت دی. په درزاب کې په حکومتي څرخکو کې د داعشیانو له تیښتې وروسته به شاید هیچا ته هم شک نه وي پاته چې د داعش په نوم پدیده د امریکایانو هغه استخباراتي پروژه ده چې د امنیت شوری د مشر حنیف اتمر په توسط یې رامنځته کړې او غواړي چې په سیمه کې خپلې شیطاني دسیسې ورباندې اجراء کړي.
افغان مجاهد

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي