برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان ته تللی پلاوی، تش لاس راغلل

څو ورځې وړاندې پاکستان د حنیف اتمر په مشرۍ د لوړپوړو چاراکو تللی پلاوی تش لاس را لېږل شوی دی.


ویسا ورځپاڼه د ځينو سرچینو په حواله وايي چې پاکستان له امریکا سره معامله کړې او افغانستان په دې معامله کې یوازې استعمالېږي، نور پکې د ګډون کوم څرک نه لري.
د سرچینې په وینا افغان چارواکو د پاکستان لپاره ملا فضل الله په نښه کړ، چې په بدل کې يې ځينې تمې درلودې، خو پاکستان نه یوازې چې څه ور کړي نه دي، بلکې د نورو غوښتنو لیست يې ورسپارلی دی.
ورځپاڼه وړاندې زیاتوي چې د پاکستان په غوښتنو کې د پاکستاني طالبانو نیول یا وژل او همدارنګه پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم د تاوولو رسمي تایید هم یاد شوي دي.
د ورځپاڼې په باور له افغان پلاوي سره د دې سپک او ساړه چلند یوازينی علت دا دی چې افغانستان د امریکا و پاکستان تر منځ یوازې په معامله کې استعمالېږي.
«د دغه سپک چلند اصلي لامل دا دی چې اصلاً پاکستان له امریکا سره معامله کړې او افغان حکومت په دې معامله کې شریک او طرف نه دی.»
پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم تر څنګ د خندق کېندلو چارې هم د حکومت تر څار لاندې روانې دي چې رسماً يې پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي