برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اتمر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې برخه واخیسته

آریانانیوز: د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر، ښاغلي محمد حنیف اتمر د رسمي بلنې له مخې د روسیې فدراتیف جمهوریت په پلازمېنه مسکو کې د نړۍ او سیمې د امنیت په اړه جوړ شوي نړۍوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړ.


دغه کنفرانس چې د روسیې د حکومت لخوا یې کوربه‌توب کیږي د نړۍ له پنځوسو څخه زیاتو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکې پکې برخه اخیستې ده.
ښاغلی اتمر به د دې کنفرانس په جریان او دوه اړخیزو لیدنو کې د افغانستان د سولې بهیر او امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړي.
د دې ترڅنګ به نوموړی د ناستې ګډونوالو و هڅوي، چې د افغانستان له دولت او خلکو سره د سولې بهیر او امنیت د تینګښت په برخه کې همکارۍ پیاوړي کړي.
ښاغلی محمد حنیف اتمر له تېرو پنځو کلونو را پدېخوا د مسکو نړۍوال امنیتي کنفرانس له محوري ګډونوالو څخه دی، چې هر کال د افغانستان په استازیتوب پکې ګډون کوي. سږ کال ښاغلي اتمر د سیمې او نړۍ د امنیتي او سیاسي مخکښانو په ډله کې د شخصي وړتیاو او تجربو له مخې دې ناستې ور بلل شوی.

شریک یي کړئ!