برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان امنیتي ځواکونو په پیسو د مکسیکو ددېوال جوړېدل

آریانانیوز: د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان د دغه هېواد او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوال جوړولو لپاره د دې وزارت د بودیجې د ۱،۵ میلیارد ډالرو لېږدول تصویب کړل.


د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پرون ویلي چې دا پرېکړه یې له مکسیکو سره پر ګډ سرحد د لانجې د هواري له‌پاره کړې‌ده.
یو امریکايي چارواکي له نوم پرته پرون رویټرز اژانس ته ویلي، دې پیسو کې ۶۰۰ میلیون ډالره له داسې حساب لېږدول شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له‌پاره ځانګړې شوې‌دي.
د سرچینې په باور، د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته هم په‌دې اړه معلومات ورکړي دي.
۲۰۱۹ کال کې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ له‌پاره ۴،۹ میلیارد ډالر ځانګړي کړل.
د هغوی په وینا، له مکسیکو سره د دېوال جوړولو له‌پاره تر ټولو زیاتې پيسې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ له بودیجې اخېستل شوې‌دي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، کومې پیسې چې له دې حساب اېستل کېږي د افغان امنیتي ځواکونو اړوند تړونونو کې له سپما ترلاسه شوي.
دا ګام داسې مهال دی چې امریکا له میاشتو راهیسې د دغه هېواد د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسولو له‌پاره طالبانو سره خبرې کوي او د دې خبرو شپږ پړاو هم د پنجشنبې په ورځ قطر کې له ۳ورځو وروسته پای ته ورسېد چې دواړو لورو په خبرو کې پرمختګ ښودلی دی.
د امریکا کانګرس او د افغانستان دفاع وزارت تر دامهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شریک یي کړئ!