برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امریکا ډېرو دعاوو ته اړتیا لري

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هېواد کې د کلیساوو او جوماتونو په ګډون د عبادتځیو بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې؛ ځکه چې په وینا یې، په هېواد کې د کورونا وبا په کړکېچن حالت کې عبادتځي “اساسي چوپړونه” وړاندې کوي
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د اساسي قانون له مخې، د ایالتونو د ځان او امنیت ساتنې واک له ولسمشر نه، بلکې د ایالت له والي سره دی
په امریکا کې له څو اونیو راهیسې له کورونا وېروس سره د مبارزې د ځانګړو سختو اجراتو له کبله تړل شوي دي ډونلډ ټرمپ د ایالتونو چارواکو ته خبرداری ورکړی که د کوم ایالت والي د عبادتځیو له پرانیستلو ډډه وکړي، دی به خپله دا چاره مخته بوځي
ټرمپ وویل: “که د ایالتونو والیان ونه غواړي دغه ابتکار وکي، زه د هغوی فرمان باطلوم، امریکا لږو ته نه، ډېرو دعا کوونکو ته اړتیا لري
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د ټولو دینونو اړوند عبادتځایونه باید ژر بېرته پرانیستل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي