برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکا له ماتې سره مخ

داهغه پوښتنه ده چې کېدی شي دننه او بهر ډېر وګړي د هو ځواب ورکړي،خودلته يو ټکی د ډېرو نه هېر وي چې د امريکا لپاره دلته ماته څه معنا لري؟



څه کم سل کاله مخکې غرب عثماني خلافت ړنګ کړ او نوي هیوداونه یې جوړ کړل،دا هېوادونه په سرحدي او قومي لحاظ داسې ووېشل شول چې هر وخت پکې د يو لوی شر د پېښېدو امکان وي، د ۹ لسيزو وروسته په همدې هیوداونو کې که څه هم ځينې دولتونه همغسې غرب ته متحد پاتې و خو لوي ملتونه تسليم نشول.
په دې هېودانو کې داسې دولتونه جوړ شول چې د غرب غلامی ته یې نور د نه ويلو زړه پيدا کړ،بل لوي تغير چې راغی د اقتصاد،مدنيت او ځواک تلې د غرب نه شرق ته دروند والي شروع کړ،د امريکا اقتصادي او فوځي واکمني یې په شرق حتی په نړی کې وننګوله.
امريکا دا سير او بدلون څارلو او د همدې لپاره دځينې پلانونو سره ساحې ته دننه کېدو او د نويو پروژو د عملي کولو په هڅه کې شوه.
اوس دوی بيا‌ هيوادونه وېشي، داسې یې وېشي چي قومی تناسب پکې متوازن نه وي، جغرافيايي ساحه کې هر هېواد د يوه لېوه په محاصره کې ورکوی او داسې حاکمان ورباندې تپي چې سل کاله نور هم دا هيوادنه پخپلو په مختلفو نومونو سره وخوري او د امريکا راج به همداسې په دنيا چلېدو ته دوام ورکوي.
په دې لوبو او دې پروژو کې ځيني هېوادونه بيا د قربانی د پسه په ډول انتخاب کېږي چې ژوندي مثال يي د نن سوریه د سبا يمن او په تاسف سره بايد ووايم چې زموږ هيواد افغانستان دی.
دا چې زموږ په هيواد کې څه جريان لري مختلفې طبقې ورڅخه مختلف برداشتونه اخلي، ډېری يوازي لنډ د سيمي واقعیتونو باندي بسنه کوي او نړیوالې پېښې لنډ تاريخ، سل کاله مخکې او سل کاله وروسته فکر نه کوي او همدوی بيا نورو ته وايي چې ژور فکر وکړي.
په ۲۱ پېړی کې هيچا کوم هېواد د تل لپاره نه دي اشغال کړي او نه يي د خپلي خاوري برخه ګرځولی، هر اشغال ګر د يو معين وخت لپاره د يو معين هدف لپاره د هغه هيواد ځمکه، هوا، نفوس تر ولکې لاندي راولي او خپل اهداف تعقيبوي.
دوه لسيزو ته نېږدې شو چې امريکا زموږ هيواد اشغال کړي او تل د جنګ د ګټلو وعدې ورکوي، اخوا بيا طالبان وايي چې امريکا مو په کونډو کړې زه لنډ دې بهير ته يوه کتنه کوم چې حالات د چا د خوښې دي او اهدافو ته څوک لنډ شوی.
د امريکا هدف د جنګ دوام او د خپل شتون مشروعیت و او لوي هدف یې بيا افغانستان د سيمي او نړي‌ د قدرتونو ترمنځ د جګړې ميدان جوړول و، په مستقيم ډول ټول لوي قدرتونه يو بل سره جګړه نشي کولی ځکه ددواړو لاسونو کې اتوم بمونه دي او دا دواړه نابود کوي نو دوي د يو بل د ځپلو لپاره دريم هيواد ټاکي.
زما د اټکل او څيړنې له مخې اوسنی حالت د امريکا د پلان مطابق روان دي او هدف ته قدم په قدم رسېدونکې دي، په جګړه یې تلفات د طالبانو په حواله په کال کې د سل هاو په ډول دی او باقی افغان ځواکونه دي مړه کېږي، د افغانستان د جګړې کلنی مصرف ۴۵ ميليارده ډالر دي حال دا چی ددي لويه برخه بيرته دوي د همدي ځايه څخه ترلاسه کوي او دا مصرف ددوي د کلني عوايدو په نسبت هيڅ دی، ددوي کلني عوايد ۱۸زره او ۵۰۰ ميليارده ډالر دي.
د جګړې په ميدان کې دوي نه طالبان ماتې ته پرېږدي نه حکومت، ددې لپاره څو مثالونه وړاندي کوم چې مخکې مې هم څو ځايه ذکر کړی.
په نورمال حالت کې چې د امريکا يو ټانګ والوزي نو هوايي ځواک یې د څو دقيقو په جريان کې ورسیږي، خو قندوز چې سقوط کوي نو ورځی وروسته ورځي او طالب له قندوز څخه اوباسي، همدا کار دوي کله چې طالب قندوز نيولو هم کولي یی شوی او قندوز یې له سقوط څخه ژغورلي شوی.
د فراه خبر هم همغسې ده، کله چې فراه نوره سقوط وه، زندان او مهمې دولتي ادارې د طالبانو لاس ته ورغلي ځانونه يي تجهيز کړل بيا امريکايان ورغلل حال دا چې د حملي په اولو دقيقو کې هم ورتلی شوی.
همداسې په ننګرهار کې څو ځله چې طالب او داعش سره نښتي وي په ډېر لنډ مدت کې همدا د امريکا طياري ورځي او په طالب بمباري کوي خو د قندوز او فراه له سقوط وروسته ورځي.
همداسې دداعش په اړه‌ هم ځواب نه ورکوي په څو ولایتونو کې خلکو په خپلو سترګو هليکوپتر ليدلي چې داعش ته يي وسلي ښکته کړي، د همدي خبری تفصيل روسيې هم له امریکا وغوښت خو هيڅ د اطمینان وړ څه يي وړاندي نه کړل حال دا چی د افغانستان هوا ټوله ‌ددوي په کنترول کې ده او په هرڅه خبر دي.
چين، روسیه، ايران او حتئ پاکستان نور په ښکاره د امريکا د شتون مخالفت کوي او روسي سفير تيره اونی امريکا ته ګوت څنډنه وکړه چې يادې د طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي يا دې سختې جګړې ته تياری ونيسي.
ايران ښکاره وايي چې داعش امريکا له سوريي او عراق څخه افغانستان ته لېږدوي که څه هم ښکاره شواهد نشته خو د امریکا خارجه وزير ايران ته پرون خبرداري ورکړ چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
داسې نه ده چی امريکا په ريښتیا ايران او يا روسيه د طالب له ملاتړ څخه منعه کوي امريکا په دې هڅه کې چې روسيه، ايران او نور ګاونډي هېوادونه په جګړه کې په افغانستان کې ښکېل کړي او ښه يي وځپي، چې دا به زموږ هيواد د لوی ناورين لوري ته بوزي.
اوس پریکړه د ملت ده چې نور راويښ شي د فرعي مسلو او خبرو تیر شي او په سوليز ډول د امريکا وتل وغواړي او د همدی په مقابل کې دې د طالبانو څخه اوربند وغوښتل شي.
ددولت نه‌ ګيله او تمه نه ده پکار هغوي د غلامي په لوړو درجو کې دي او هر وحشت ته يوه توجيه لټوي، نور بايد دا ملت پاڅي او د اشغالګرو ځواکونو ایستل وغواړي که نه هيواد به داسې يو حالت ته دننه شي چي بيا به هريو ددې ناورين څخه خپل دروند نصيب واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي