برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکايي جنرالانو او معاش خورو يې ولې علني ناروا ته مخه کړه؟

آریانانیوز: د روانې مياشتې (جولائي/چنګاښ) په منځنيو لسو شپو کې د امريکايي او کورنيو عسکرو لخوا لسګونه ملکي وګړي په شهادت ورسيدل. په کندز، لوګر، خوست، ننګرهار او پکتيا کې ګڼې کورنۍ د چاپه مارو او جګړه مارو عسکرو لخوا د وير په ټغر کينول شوې او آن سلامت خاندانونه له منځه يوړل شول.
په دغسې په هيڅ رنګ نه توجيه کېدونکو وحشتونو باندې د حلقه بګوشو چارواکو سکوت او تسامح معمولي دی، خو د تأسف ځای دا دی چې هغه د بشريت د خواخوږۍ دعويدارې ادارې هم پرې تر هغه وخته چوپه خوله وي، تر څو هم د امريکايي اشغالګرو وحشت له پټيدو ووځي او هم له دې مظلوم ولس سره د هغوی د غلامانو په بې رحمي او ظلم د پردې اچول محال شي.
نه پوهيږو له طالبانو سره مستقيمو خبرو لپاره د امريکا د امادګي په دې حساس وخت کې د ملکي وګړو د وژنې وحشت او قساوت څه معنی لري.
يقين ته نژدې ګمان کيږي چې جګړه خوښي امريکايي پوځي جنرلان + د کابل ادارې چارواکي نه غواړي چې د ټرمپ اداره دې په افغانستان کې روانه جګړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو له لارې پای ته ورسوي.
دا دواړه وحشي ژوندي ساري د ورته بې رحمانه اعمالو په ترسره کولو سره هيله لري چې ګوندي د داعش په څير سخت دريزې او د هر چا دښمنه ډله يې په نتيجه کې راوپنځيږي او د ډير نور وخت لپاره يو ځل بيا د جګړو اوږدولو ته يوه لويه بهانه پيدا کړي.
په افغانستان د امريکا له يرغل ۱۷ کاله وروسته د امريکا ټول ولس او د سنا مجلس ډيری غړي په دې متيقن دي چې طالبان يو سوله ييز ولسي خوځښت دی، د ځينو اګاهانو له قراره ټرمپ هم دې يقين ته نژدې شوی چې طالبان يې د (make america great again) شعار په وړاندې خنډ نه دي او په دې هم متيقن شوي چې په افغانستان کې ورسره يوازې د ولس له منځه راپورته شوې مبارزه ډله (طالبان) مخامخ دي؛ نو په امريکا کې د همدې سولې ته نژدې فکر د بدلون په نيت امريکايي جنرالانو او د کابل ادارې ملګرو يې د وحشتونو په ترسره کولو لاس پورې کړ، تر څو هغوی ته وښيي چې دلته لا هم داسې څوک شته چې د دغسې درندو بمباريو مستحق دي.
دغه راز يې لويه هيله دا ده چې طالبان هم هيجاني او ورته عکس العمل ته اماده او د غچ اخيستنې په خاطر يې لويو حملو ته وهڅوي، چې په نتيجه کې به يې د طالبانو په خلاف رسنيز تبليغ ته خاشاک برابر کړي او دغه ډله به يو ځل بيا د سوله خوښو هيوادونو په نظرونو کې دهشتګرده او ترهګره معرفي کړي، کومه چې نن سبا د ټولې نړۍ په باور هغسې نه ده، لکه څنګه چې يې په ضد تبليغات شوي وو.
په هر تقدير، که امريکايي جنرالان+کورني معاش خواره يې له دې قساوتونو د هر رنګه ګټمنې پايلې هيله لري، خو عموما باور دا دی چې دوی د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره په دې طريقه کې ۱۰۰٪ تيروتلي دي.
ځکه چې افغانانو تير ۱۷ کلونه له امريکايي اشغالګرو، ايتلافيانو او د هغوی له کورنيو لاسپوڅو سره له همدې امله مقابله کړې چې په وطن يې ورته بمونه غورځولي، د خپلو وينو او سرونو په قربانۍ جوړ کړی نظام يې ورته نړولی، امن، سوکالي، ارامي او ثبات يې ترې تروړلي دي؛ نو دې ۱۷ کلنې مبارزې ته په کتلو په پوره ډاډ سره ويلی شو چې ياد قساوتګر که هر څومره وحشت وکړي، له تمې خلاف به يې په هماغه اندازه غبرګون سره مخامخيږي، دوی بايد له ۱۷ کلنې تجربې وپوهيږي چې افغانان په وحشتونو ويريږي نه، بلکې لا پاريږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي