برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني تېر ځل هم په درغلیو ولسمشر شو

آریانانیوز: د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی «تومانس جانسون» وايي، کره اسناد لري چې ښيي اشرف غني تېر ځل په ټاکنو کې په تقلب او درغلیو ولسمشرۍ ته لاره ومونده او د ډېرو محلونو صندقونه یې په ګټه ډک شول.


د جانسون په وینا «که څه هم په لومړي پړاو کې د عبدالله عبدالله او اشرف غنی له ډلې هیڅ یوه ۵۰+۱ سلنه رایې پوره نشوای کړای خو په لومړي پړاو کې عبدالله عبدالله تر اشرف غني وړاندې وو».
جانسون وړاندې زیاتوي «کله چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، په حیرانوونکي ډول د اشرف غني رایې په هغه محلونو کې زیاتې شوې په کومو ځایونو کې چې یې تېر ځل تر عبدالله عبدالله کمې رایې وړې وې.
دا امریکایي څېړونکی د بېلګې په توګه د کابل رایې یادوي چې په لومړي پړاو کې اشرف غني پکې ۳۱ سلنه خو په دوهم پړاو کې ۵۲ سلنه رايې اخستې وې.
جانسون وايي په دې اړه ورسره کره شواهد او ا سناد موجود دي چې په مټ یې د غنی تقلب ثابتېدلای شي.
تومانس جانسون په ټاکنو کې ددرغلیو پړه تر ډېره د ټاکنو په خپلواک کمېسیون وراچوي چې کمزوري مدیریت یې پراخو درغلیو ته لاره هواره کړه.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر «داوود علي نجفی» بیا په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ددې درغلیو لامل بولي.
د نجفي په وینا هماغه مهال دموږ هڅه وکړه څو ددې تقلب په اړه څېړنه وکړو خو د امریکا سفیر وویل چې دوی دومره وخت انتظار نشي کولای .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي