د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ۳۳ ولایتونو کې د ښيلاسي موټرو د ثبت او سټېکرونو د وېش د بهیر د پیل خبر ورکړی دی. د دغو موټرو خاوندان یوه اوونۍ وخت لري چې د ثبت لپاره اړوندو ادارو ته ورشي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۳۳ ولایتونو کې د هغو ښيلاسي موټرو د ثبت او سټېکرونو د وېش نوی پړاو پیل شوی چې قانوني اسناد نه لري. کابل په دې بهیر کې شامل نه دی او د دغو موټرو خاوندانو ته یوه اوونۍ مهلت ورکړل شوی چې اړوندو ادارو ته ورشي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یوه اوونۍ د مهلت له پای ته رسېدو وروسته به د ښيلاسي موټرو لېږد له یوه ولایته بل ته منع وي. که سرغړوونکي موټر وموندل شي، نیول کېږي او چلوونکي به یې محکمې ته ورپېژندل شي.
د ښيلاسي موټرو ګڼ خاوندان د ثبت او اسنادو د وېش له تېر بهیر څخه ناخوښ دي. دوی وايي، ډېر لګښتونه یې کړي او د اسنادو او نمبرپلېټونو په ترلاسه کولو کې له اوږده ځنډ سره مخ شوي دي. د یوه موټر خاوند وویل چې په تېر پړاو کې یې د خپل موټر د اسنادو لپاره ۱۶ زره افغانۍ ورکړې او درې کلن سټېکر یې ترلاسه کړی و؛ خو د چارواکو له ژمنې سره سره، نمبرپلېټ یې یو کال وروسته ترلاسه کړ.
د اسنادو او نمبرپلېټونو اعتبار یوازې دوه کاله دی. دغه کس او یو شمېر نورو چلوونکو ویلي، د ثبت د نوي بهیر پیل د تکراري لګښتونو او اداري کړکېچونو په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.