برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

له نړیوال انزوا څخه د طالبانو د ایستلو لپاره د پاکستان تګلاره

آریانانیوز: د کورنیو چارو د پخواني وزیر په وینا، پاکستان د طالبانو هغه پلاوي ته چې په دې وروستیو کې یې اسلام اباد ته سفر کړی، سپارښتنه کړې چې د نړیوالو له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره یو جامع حکومت جوړ کړي.


د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې پاکستاني چارواکو پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د طالبانو پلاوي ته سپارښتنه کړې چې د سولې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو جامع حکومت جوړ کړي چې په نړیواله کچه د منلو وړ وګرځي.

دده په وینا؛ طالبان باید د خلکو خبرې واوري که غواړي له نړیوال انزوا څخه ووځي؛ ځکه د دوی قومي او استبدادي تګلاره کار نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو يو پلاوى د اميرخان متقي د طالبانو د موقت حکومت د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست په مشرۍ اسلام اباد ته تللى و.

متقي له پاکستاني چارواکو سره پر لیدنو سربېره د روسیې، چین او امریکا په ګډون د ټرایکا د غونډې له غړو سره هم وکتل.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array