برخه -څانګه : news, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسي جرګې غړي- د داعش د تېرې اوونۍ برید، د حکومت له منځه طراحي

ولسي جرګه وايي د داعش د تېرې اوونۍ برید د حکومت له منځه طراحي او تطبیق شوی دی.



تېره اوونۍ د کابل ښار لوېدیځ کې د نوم لیکنې مرکز کې د چاودنې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې مسؤلیت يې د داعش په نوم ډلې پر غاړه واخیست.
د ولسي جرګې غړي وايي دا برید د حکومت له منځه شوی او باید د دقیقو څېړلو لپاره يې پلاوی وټاکل شي.
په جرګه کې د کابل د خلکو استازی ډاکټر جعفر مهدوی وايي داسې شواهد شته چې دا برید د حکومت له منځه ځينې کړیو کړی دی.
هغه د چا یا کومې ډلې نوم یاد نه کړ، خو ويې ویل د حکومت له منځه د ولس پر ضد جګړه روانه ده.
د جرګې بل غړي محمد علي اخلاقي هم ورته څرګندونې وکړې هغه وویل، د عیني شاهدانو له ویناوو وروسته دا واضح په ډاګه کېږي، چې دا برید د حکومت له دننه په ډېر منظم ډول طراحي شوی و.
هغه وویل داسې معلومات يې تر لاسه کړي چې د نوم لیکنې لپاره مراجعین قصداً یکشنبې (د برید ورځې) ته ځنډول شوي و.
اخلاقي دا هم وویل، هغه موټر چې بریدګر پکې د برید تر ځایه رسول شوی و، هم د یو وزارت اړوند دی، چې په دې پېښه کې د حکومت په مستقیمه مداخله دلالت کوي.
غلام حسین ناصري هم ورته څرګندونې وکړي او ويې ویل چې خلک په قصدي ډول د برید تر ورځې پورې ځنډول شوي و.
هغه وویل د حکومت دواړه مشران د خلکو دوینو په اړه هیڅ مسؤلیت نه احساسوي، د ده په وینا کولی يې شوای چې دوه کاله وړاندې ټاکنې ترسره کړي، خو د خپلو شخصي ګټو لپاره يې وځنډولې.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم د دې جرګې د ملي امنیت او شکایاتو کمیسیون ته دنده وسپارله چې په دې برخه کې پلټنې وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې نن هم د کابل ښار په زړه کې د غبرګو خونړیو چاودونو مسؤلیت له پېښېدو څه ځنډ وروسته داعش په غاړه واخیست.
په افغانستان کې د داعش د پیدايښت له پیله ولسي جرګې، ځينو ګوندونو او شنونکو دا ډله د افغان حکومت او امریکا ګډه پروژه بلله، چې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر يې څو ځلې د اسنادو د افشا کولو ګواښ هم وکړ.
په ورته وخت کې نن د ننګرهار ځايي چارواکو هم ویلي چې د داعش او طالب په نوم ګڼې وژنې مافیايي کړۍ کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي