برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملا برادر خوشي کېدل، یو نېک ګام دی

آریانانیوز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالب چارواکي ملا عبدالغني برادر را خوشي کېدل نېک ګام بولي.


د حامد کرزي د مطبوعاتي ټيم له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې د دې کار هرکلی شوی او د سولې هیله يې ښوودلې ده.
خبرپاڼه لیکي: «اوس چې دغه نېک اقدام ترسره شو هیله څرګندوم چې د آزاد شويو مشرانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د طالبانو د تحریک رهبري له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د افغانستان د ټولو خلکو د اتحاد او اتفاق او مشترک کوښښ له لارې، افغانستان ته د دایمي سولې په راوستو کې مثمر واقع شي.»
حامد کرزي ويلي چې د ده د حکومت پر مهال هم د نوموړي د خلاصون لپاره هڅې شوې دي.
ځينو رسنیو ملا عبدالغني برادر د زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب را خلاص کړی یاد کړ، خو طالبانو يې په اړه ویلي، چې هیڅ ډول واسطه او معامله پکې نه ده شوې.
دا چې پر سوله‌ییز بهیر د دې طالب چارواکي خوشي کېدل، څومره اغېز ولري، د نن ټکی اسیا نننۍ سرمقاله يې هم په اړه خبرې لري.
«په تأسف باید ووایو په کومه ورځ چې یو ملا برادر اخوند له زندانه خلاصیدو په هغه ورځ د امریکا د خزانې وزارت د طالبانو پر نورو څلورو تنو چارواکو اقتصادي بندیزونه ولګول.
که څه هم چې پر طالب چارواکو دغه ډول اقتصادي بندیزونه یوه شکلي بڼه لري او پر هغوی کوم اغیز نه لري، خو د سولې روان مذاکراتي بهیر متضرر کوي او په هغه کې د امریکایانو ریښتینولې تر پوښتنې لاندې راولي.
همدا راز د ملا برادر د آزادي ترڅنګ په ننګرهار، خوست، لوګر او میدان وردګو کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي خلګو مکرره مرګ ژوبله هغه څه دی چې دوه اړخیز مذاکراتي بهیر تخریبوي او د هغه د اغیزمنتوب ټول امکانات له منځه وړي.»
ملا عبدالغني برادر په ۱۹۶۸ ميلادي کال د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې پيدا شوی دی او د پوپلزيو له قبيلې څخه دی او هملته يې ديني زده کړې کړي دي، په ۱۹۹۴ ميلادي کال چې طالبان په افغانستان کې د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ راپورته شو ملا برادر د دې تحريک له لومړنيو او بنسټګرانو څخه ګڼل کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي