برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

کرزی: موږ د نجونو د تعلیم په اړه د اختلافاتو د حل په لټه کې یو

د افغانستان پخواني ولسمشر د نجونو د ښوونځیو تړلو ته په اشارې سره وویل: د نجونو او ښځو زده کړه د دغه هېواد د خلکو لپاره ډېره مهمه ده.


د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دغه هیواد کې د نجونو او ښځو تعلیم ته په اشارې سره وویل: هیله من یم چې د نجونو او ښځو د زده کړې په اړه شته اختلافات حل شي.

هغه زياته کړه، چې د نظراختلاف شته، په جزئياتو يې نه یم خبر، خو هيله لرم، چې نجونې به بېرته ټولګيو ته ولاړې شي.

کرزي ټینګار وکړ چې د نجونو تعلیم د افغانستان د خلکو لپاره خورا مهم دی او ما په دې اړه له ټولو طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي