برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د بشري حقونو د څار اداره: افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د بشریت ضد جنایتونه باید وڅېړل شي

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو په ګډون د بېلابېلو ډلو له خوا د ترسره شویو جرمونو د څېړلو غوښتنه کړې ده.


د بشري حقونو د څار سازمان په یوه بیان کې ویلي: په داسې حال کې چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو ۲۲ کلیزې را نږدې کیږي، طالبانو د دوحې د موافقې خلاف په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي.

دا تصادفي نه ده چې وضعیت د اګست په میاشت کې خراب شو ځکه چې د نړۍ ډیری ډیپلوماتان د دوبي رخصتیو څخه خوند اخلي.
په ورته وخت کې تېر کال هم د یوې اوونۍ په ترڅ کې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو د لوړو زده کړو او په مرستندویه موسسو کې کار کولو بندیز ولګاوه.

د هیدر بار په وینا، د ډېرو هېوادونو ډیپلوماټانو د بشري حقونو د ګټو په پام کې نیولو پرته، له ترهګرۍ سره د مبارزې، له مخدره موادو سره د مبارزې او په افغانستان کې د طبیعي زېرمو د استخراج په برخو کې له طالبانو سره پر اړیکو ډېر تمرکز کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۴مې غونډې ته په اشارې سره وویل، د غونډې غړي باید په افغانستان کې د ټولو نړیوالو ترسره شویو جرمونو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د شواهدو د راټولولو لپاره د حساب ورکونې یو نوی میکانیزم جوړ کړي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) له خوا د بهرنیو پوځیانو په ګډون په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا د ترسره شویو بشری ضد جنایتونو څېړنه له دغې غونډې څخه د بشری حقونو د څار سازمان یوه له نورو غوښتنو څخه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي