برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکان د خپل قوم په نوم دتذکری غوښتنه

ترکان وايي دوی په تذکرو کې د خپل قوم نوم ثتبول غواړي او هم له ولسمشره غواړي چې په اساسي قانون کې دې دوی د یو فرمان له مخې جلا قوم ولیکي.



دوی چې پرون د پارلمان مخې ته را ټول شوي و او ټینګار يې کاوه چې په برېښنايي تذکرو کې ترک قوم ور زیات شي.
د ترکانو د انسجام شورا مشر عظیم خنجاني وویل، دوی لا هم د تاجک په نوم پېژندل کېږي، خو په نویو تذکرو کې غواړي «خپل هویت» ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې «سادات» هم د یو جلا قوم په توګه غوښتي چې په برېښنايي تذکرو کې د دوی د قوم نوم هم ور زیات شي.
برېښنايي تذکرې چې د ګلخانې ماڼۍ له لوري يې رسماً د وېش لړۍ پیل شوې، خو سپېدار يې لا هم مخالفت کوي، قوم، افغان او اسلام کلمې يې جنجالې برخې دي.
برېښنايي تذکرې د ګډ حکومت هغه ناندریزه لانجه ده چې د دې حکومت له پیله تر اوسه روانه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي