برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عطانور پر ځای بلخ ولایت ته نوی والي ور معرفي کیږي

د بلخ ولایت ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ د عطا نور پر ځای نوی والي محمد اسحاق رهګذر ولایت ته ور معرفي شي.



د بلخ ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادرې د وړاندیز او ولسمشر د منظوري پر اساس رهګذر د بلخ ولایت د والي په توګه معرفي شوی او نن له غرمې وروسته به د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره ولایت ته ور وپيژندل شي.
باید وویل شي چې تېره ورځ عطا نور د نوروز په مراسمو کې د وینا پر مهال د بلخ ولایت د اوسیدونکو سره خدای په اماني وکړه او وې ویل چې د جمعیت اسلامي او ګډحکومت د بلخ ولایت پر سر موافقې ته سره رسیدلي دي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه د حکومت له لوري انجنیر محمد داود د عطا نور پر ځای د نوي والي په توګه ټاکل شوی وو، خو حکومت ونه توانید چې هغه بلخ ولایت ته ور معرفي او عطا نور له خپلې چوکۍ ګوښه کړي.
که څه هم په رسمي ډول تر اوسه د ارګ له لوري د انجنیر داود د ګوښه کېدو کوم رسمي خبر نه دی ورکړل شوی خو د نوي ټاکل شوي والي محمد اسحق رهګذر په اړه ویل کیږي چې د عطا نور په خوښه او غوښتنه د بلخ والي مقرر شوی، خو لا معلومه نه ده چې هغه به په خپلې نوي دنده کې څومره واک ولري؟

شریک یي کړئ!