برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په لوډ سپیکرونو کې د حکومت په غوښتنه قران کریم غږول

آریانانیوز: درسینوپه رپوټ د جُمعې او جماعت لمنځونو له ځنډولو څو اونۍ وروسته د الجزائر حکومت د جوماتونو امامانو ته سپارښتنه کړې، چې له کرونا وایرس سره د مبارزې په لړ کې د لوډ سپیکرونو له لارې څخه د قران کریم تلاوت خپور کړي
د الجزائر د دیني چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې چې په لوډ سپیکرونو کې د قران کریم د خپراوي په تړاو د هېوادوالو د پرلپسې غوښتنو په جواب کې د جوماتونو ملا امامانو ته سپارښتنه کوو، چې د ماسپښين له اذان نیم ساعت مخکې په جوماتونو کې د لوډ سپیکرونو له لارې د قران کریم تلاوت خپور کړي
دغه وزارت له خپلو ولایتي رئیسانو څخه غوښتي، چې له ولایتي چارواکو سره په همغږۍ دې په هره سیمه کې د لوډ سپیکرونو له لارې د قران کریم د خپرولو موده (نیم ساعت څخه کم یا زیات) او ورځني مهال ویش برابر کړي
که څه هم په دغه اعلامیه کې ددې پریکړې د پلي کولو نیټه نه ده په ډاګه شوې؛ خو د الجزائر د دیني چارو وزارت یو شمېر سرچینو «اناتولیه» خبري آژانس ته ویلي چې دا پرېکړه به سر نن ورځې څخه په ټول هېواد کې پلې کیږي
له کرونا وباء سره د مبارزې په لړ کې د الجزائر حکومت د روان کال مارچ میاشتې له اوولسمې نیټې څخه په ټول هېواد کې د جُمعې او جماعت په لمنځونو بندیز په داسې حال کې لګولی چې د پنځه وخته لمونځونو لپاره اذانونه په خپلو ټاکلو وختونو ترسره کیږي
د حکومت له دغه پرېکړې وروسته ګڼ شمېر خلکو او فعالانو د ټولنیزو رسنیو له لارې له غوښتنه کوله، چې د «کور پاتې شئ» په موده کې باید د جوماتونو له لوډ سپيکرونو څخه د عامه پوهاوي درسونه او خلکو ته د مورال ورکولو په خاطر د قران کریم تلاوتونه خپاره شي، ځکه د کرونا وایرس د خپرېدو له امله په خلکو کې زیاته ویره خپره شوې ده
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په الجزائر کې د کرونا وباء له امله تر اوسه ۱۴۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې لړ کې ۹۰ تنه وفات شوي او ۱۷۳ تنه نور بیا روغ شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي