برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پرمسلمانو ښځو باندی دچینایی سړیو ویړونکی تیری

آریانانیوز: داویغورتر۳۵کلن لږعمر ټول مسلمانان ( څه نارینه اوڅه ښځه ) دچین دحکومتی چارواکو لخوا پری تیری او ځورول شوی دی.

واشینګټن پسټ ورځپاڼه له رقیه له قوله چی دچین حکومتی له کمپ څخه تښتیدلی ده لیکی ، داویغورتر۳۵ کلن لږعمری ټول مسلمانان ( څه نارینه اوڅه ښځه ) دچین دحکومتی چارواکو لخوا پری تیری او ځورول شوی دی.

ځینی چینایی مسلمانان ایښوا کړل چی دچین حکومت په سیسټماټیک ډول سره هغوی دجنین په غورځلو،اوخسی کولودمرچوپه استفادی سره او د اویغورپرمسلمانو ښځوپه تیری سره ددغه هیواد دمسلمانانو دنفوس له منځه وړلوپسی دی.

دغه ایښواګری وروسته له هغه ترسره شوه چی په دا وروستیوکی په چین دسټرګوتړلوپه حالت اویغور نیول شوی انځورونه په یوجبری کمپ کی خپاره شوه

کلریزچی یو ۳۸ کلن چینایی مسلمانه ده وایی چی دچین حکومت دهغی جنین په جبری توګه وژلی ده.دغه ادعاګانی په داسی حال مطرح کیږی.
چی دچین حکومت ادعا کوی چی په کمپونو کی دنیول شویوکسانو ساتل جرمونوڅیړل او دترهګری په ضد دمحاکمی یومعمولی بهیردی .

دچین حکومت په بندیخانو کی دشین جیانګ په سیمی کی کابو یومیلیون مسلمانان شتون لری دچین حکومت پخپله دغه کمپونه دزده کری او روزنی او بیا زده کری مرکزګنی چی د نیولوشوی کسانو په زده کری سره هغوی له افراط پالنی څخه ژغوری.

دا په داسی حال کی دی هغی ښځی چی ټښتیدلی دی وایی چی د چین حکومت د مرچوپاتی شوی په استفادی سره اوددښځو په تناسلی غړیو اچوی دهغوی دخسی کولو هڅه کوی دغو ښخو دچین بیا دزده کری له کمپونوتښتیدلی دی. رقیه چی په ۲۰۰۹ کال نیول شوی وه اوله دتښتیدلو مخکی څلورکاله هلته وه

هغی واشینګین پسټ ته ویلی ده پرټول نیول شوی ځوان ښځو اوسړیو چینایی چارواکو جنسی تیرکړی دی هغی ویلی دی چی دبندیانو چینایی ساتونکی دتیری نه مخکی د تیری کونکی کس پرسرکسونه اچول همدا راز هغوی ادعا کړی ده چی د اومیند واری نیولوشوی ښخو جبری جنین اچول په بیرحمانه توګه ترسره شوی ده

ګلریز۳۸ کلنه ښځه چی دقزاقستان الماتی ته تښتیدلی ده وایی چی ډاکټران په بندیخانی کی دجبری جنین دغورځولود تره سره کولو مسئولانو وو.یومخکنی نیول شوی کس ویلی دی چی چینایی چارواکی د اویغور مسلمانو د ځورلو لپاره هغوی دسرکوزی دغوښی په خوړلو مجبور کړی وو.چی دمسلمانانو له نظره حرام دی. همدا راز هغوی چینایی مسلمانان په کمپ کی مجبوره وی چی دماندارین په ژبو کی خبری وکړی ویل کیږی چی دچین حکومت کمپونوته داستولومخکی داویغورپه زرګونو ماشومان له خپلو مور اوپلار څخه جلا کړی وو.

مسلمانان کابو دچین د۱.۴ ملیارډ نفوس څخه دوه فیصده جوړه وی اټکل کیږی چی دچین مسلمانانو په ۲۰۱۰کال له ۲۳ میلیون څخه په ۲۰۳۰ کال کی ۳۰ میلیون زیات شی چی دچین کمونیسټی حکومت یی اندیښمن کړی دی اوهغه یی یوامنتی ګواښ بولی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي