برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

موریتانیا یو لومړني عربي هېواد دی چی له کروناوایرس څخه دپاکی اعلان وکړ

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ هېوادونه په حکومتي او ولسي کچه له کرونا وایرس سره د مبارزې په لارو چارو بوخت دي، موریتانیا د لومړني عربي هېواد په توګه اعلان وکړ چې له کرونا وایرس څخه پاک شوی دی.
دا اعلان د موریتانیا رسمي خبري آژانس وړمه ورځ په داسې مهال وکړ، چې په کرونا اخته اخري کس «سیدي احمد سیدي» په نوم ناروغ(له فرانسې څخه را ستون شوی موریتانیايي محصل) له درملنې او ۱۴ ورځني قرنطین وروسته خپل کور ته رخصت شو
موریتانیا د افریقاپه لویه وچه کې پروت عربي هېواد دی، چې د کرونا وایرس ټولټال ۷ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې وې؛ خو د یو کس له مړینې او ۶ تنو رغیدلو سره نوموړی لومړنی عربي هېواد دی، چې له کرونا وایرس څخه پاک اعلانیږي
له موریتانیا څخه د وایرس له پاکېدو سربیره بیا هم ددې هیواد حکومت ښوونځي، پوهنتونونه او هوايی ډګرونه تړلی، په کلتوري فعالیتونو او په ښارونو کې د خلکو په تګ راتګ بندیزونو پلي کولو سره د کرونا وایرس خطر تر بشپړ ورکېدو پورې له خلکو غوښتي چې د احتیاطي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ!