برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کرونا ویروس په وړاندی د چین تابیاوې

آریانانیوز: درسنیوراپورونوپه اساس د چین مرکزی بانک وویل د کرونا ویروس د خپریدا د پایلو په خاطر د هغه د نسکوریدا د مخنیوی په هدف یې د دغه هیواد د بانډونو بازار ته ۱۷۴ میلیارډ ډالره پچکاری کړی دی . مرکزی بانک وایی دغه کار یې د دغه هیواد د ونډو لرونکیو او پانګه والو د اندیښنې د کمولو په خاطر کړې دې .
د شانګهایی د ونډو بازار د اسیا د ونډو یو ستر بازار دې او د چین حکومت دا اقدام باید د دغه هیواد د شرکتونو او کارخانو د ونډو لرونکیو ته د ډاډ ورکولو لپاره یو ګام وبلل شی چی د کرونا د وژونکی ویروس له امله اندیښمن شوی دی .
که څه هم د شانګهایی د ونډو بازار په چین کې د نوی کال له چټیانو وروسته په لومړنۍ ورځ د کرونا د ویروس د خپریدا له امله کم شوی خو د بیجنګ ملاتړی اقدام سبب شو چی د چین د ونډو د بازار کموالې له تمې وړ کم وی . پر دې سربیره په خپل عظیم مالی ملاتړ د حکومت سر اوچتولو د کارخانو او شرکتونو په خاوندانوکې دا زړه ګرم والې رامینځته کړې دې چی د نړۍ دوهم ستر اقتصاد له دغو شرایطو د وتلو لپاره پروګرام لری .
د ټوریزم ، خدماتو ، روغتیا او اقتصاد په برخه کې د دغه هیواد له نورو اقداماتو سره په یو وخت د چین د بانډونو بازار ته د پیسو پچکاری کول هغه ښکاره نښې نښانې دی چی له اوسنی وضعیته د وتلو لپاره د بیجنګ د هوډ ښودنه کوی . د چین نړیوال راډیو په یوه راپور کی وویل چین له کرونا ویروس سره په مقابله کې له موجودو مشکلاتو سره بشپړه بلدتیا لری . که څه هم دندې ډیرې سختې دی خو د خلکو په ملګرتیا په تکیې او د دغه هیواد بشپړه برلاسی توب ته په پام سره چین حتما په ویروس غلبه کولې شی او د خلکو د ځان او سلامتیا دفاع کولې شی او خپل د واکوالۍ توان زیاتولې شی .
که څه هم په چین کې د اوسنی مشکل اړخونه او پراختیا په ۲۰۰۲ کال کی د سارس ویروس له خپریدا زیات دی خو د اقتصاد او روغتیا په شمول په بیلا بیلو حوزو کې د چین وسونه هم د تیرو دو لسیزو په پرتله زیات شوی دی .
له همدې امله ده چی په وروستیو ورځو کې په چین کې ټولو ارکانو د یوه بل په لاس کې لاسونه ورکړی دی تر څوپه دغه کړکیچ غلبه وکړی . په ووهان ښار کې د زرو بیډونو لرونکی روغتون جوړول ، د ماسکو په پراخه اندازه اخیستل او ویشل ، په کروناویروس د ککړو په زرګونو ناروغانو قرنطینه کول او د اقتصاد برخې ته د میلیارډونو ډالرو بیلول په تیرو څو ورځو کې د چین د واکمن پلاوی د اقداماتو وړکوټی برخه ده .
که څه هم شک نشته چی د کرونا ویروس خپریدا د چین لپاره درندې بیې درلودلی دی خو له دغه پړاوه په بریالیتوب سره تیریدا هغه هم په داسې هیواد کې چی څه د پاسه یو میلیارډ او درې سوه میلیون زیات نفوس لری ، ډیر ستر او پام وړ اقدام وو چی د دغه هیواد د باور د زیاتیداسبب به شی او نړیوالو ته به په ناڅاپی کړکیچونوپه غلبه کې د هغه وسونه جوت شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي