برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کرونا ویروس خپرېدو د وخت په تړاو

آریانانیوز: د لندن ژنیتیک انستیتوت تازه موندنې ښیې چې د کرونا ویروس په قوي احتمال سره د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په وروستیو کې نړۍ کې خپور شوی دی
دغه څېړنه پر ۷۵۰۰ ناروغانو چې په کرونا ویروس اخته وو شوې او ښکاره کوي چې یاد ویروس لومړۍ د چین په ووهان ښار کې لیدل شوی او د اکتوبر میاشتې منځ او دسمبر کې نړۍ کې خپور شوی دی
د څېړنې په تړاو د لندن ژینتیک انستیتوت کې څېړونکی، داکټر فرانسوا بالوز وايي:«څېړنه ښیې چې د کرون ویروس یا د کووید ۱۹ وبا د کتوبر میاشتې له شپږمې بیا د دسامبر تر ۱۱مې پورې لیږد یې له یوه نسانه بل ته پیل پیل شوی دی
هغه زیاته کړې چې د موندنو له مخې د کووید نوولس ویروس ژنیتیکي ورته والی ټولو هېوادونو کې یو ډول وو
د بالوز په خبره چې ټول ویروسونه په طبیعي ډول پرمختګ لري:«ټول ویروسونه په طبیعي ډول پرمختګ کوي او د پرمختګ بد څه نه بلل کیږي داسې نشو ویلی چې د دغه ویروس پرمختګ له نورو پرتله کم یا زیات دی
په همدې حال کې د انګلستان د ګلاسکو پوهنتون بله څېړنه چې د کووید ۱۹ پر ناروغانو یې کړې ده ښیې چې نړۍ کې د دوه ډوله ویروس شتون په تړاو د مخکنیو څېړنو پایلې سمې نه دي
یوازې یو ویروس نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې چینايي پوهانو ویلي وو چې نړۍ کې د کووید ۱۹ ناروغۍ دوه ډوله ویروس شته دي چې یو یې ډېر خطرناک دی، د ګلاسکو څېړنه ښیې چې یوازې یو ویروس د خپرېدو په حال کې دی
تر اوسه نړۍ کې پر کووید نوولس ناروغۍ باندې له دریو میلیونو زیات کسان اخته دي او له ۲۵۸ زرو ډېر مړه شوي دي
د مکروبي څېړنو انستیتوت رییس، جانتن ستای وايي:«د ژنیتیکي څېړنو بهیر د ویروس په تړاو جالب لید وړاندې کوي او دا څېړنې ښیې چې دا یو متحرک هدف دی او له ناپېژند شوي مقصد سره دی
هغه زیاتوي چې:«ټول شواهد ښکاره کو چې دا ویروس د تېر کال وروستیو کې خپور شوی دی
همداراز فرانسې کې هم یوه څېړنه ښیې چې دغه هېواد کې یو کس د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۷مه نېټه یو کس په کرونا ویروس اخته شوی وو، خو دغه هېواد کې د لومړۍ راپور یوه میاشت وروسته ورکړل شو
بالوز وايي چې تر اوسه د کرونا ویروس کې ۱۹۸ پرمختګونه شوي دي
دی زیاتوي چې کرونا ویروس کې پرمختګونه د دغه ویروس ضد درمل او واکسین کې مرسته کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي