برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اروپا پارلمان غوښتنه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د اروپا پارلمان په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پر ادعاوو او د دغو ادعاګانو له خپرېدو وروسته د افغان حکومت له لوري د لوګر د مدني ټولنې د دوو غړو پر نېول کېدو د اندېښنې په څرګندولو سره غوښتې دي چې دا تورونه دې په خپلواکه توګه وڅېړل شي
د اروپا د پارلمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي چې په افغانستان کې باید له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستنې جرړه و اېستل شي
د اروپا پارلمان په اعلامیه کې راغلي:«اروپايي ټولنه په افغانستان کې د زرګونه ځوانو هلکانو پر پراخې جسني ځورونې خواشینې ده. دا کار له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه ده او د افغانستان په څو ولایتونو کې دود دی. د اروپايي ټولنې د پارلمان غړي د افغانستان مرکزي او ځایي چارواکي رابولي چې بچه بازي له منځه یوسي او د جنسي ځورونې د قربانیانو د ملاتړ لپاره یوه ملاتړې ملي کرښه جوړه کړي
د موج تحول ګوند مشره فوزیه کوفي په دې اړه وايي:«دا د افغان ټولنې یوه تریخ واقعیت دی او موږ په پام کې نه نیولو سره نه شو کولای له دغې ښکارندې سره مبارزه وکړو او د قانون د پلي کولو په برخه کې، د پوهاوي د ورکوې په برخه کې او د کسانو د شخصي ژمنې په برخه کې چې له دغې ښکارندې سره د یوه کس په توګه مبارزه کوي باید ځينې اقدامات وشي
اخوا د لوګر د مدني ټولنې پخوانی رییس موسی محمودي تر دې وړاندې د طلوع نیوز له خبریالانو سره په ټېلفوني خبرو کې ویلي دي چې د امنیتي ننګونو له امله نه دی توانېدلی چې له رسنیو سره خبرې وکړي او د هغې ویډيو په تړاو خپل نظر څرګند کړي چې د ملي امنیت د ریاست له لوري یې تر نیولو وروسته خپره شوه
بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د بشري حقونو او مدني بنسټونو فعالانو د ماشومانو د جنسی ځورونې سندونه د لویې څارنوالۍ څېړونکي پلاوي ته سپارلي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل:«د مدني ټولنې فعالان د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په حضور کې لویې څارنوالۍ ته اړین استاند ورکړل او موږ د لویې څارنوالۍ د څېړونو د پایلو په تمه یوو
له دې ټولو سره سره لویه څارنوالي وایي چې د هغه پلاوي د څېړنو یوه برخه چې لوګر ولایت ته لېږل شوی و؛ پای ته رسېدلې ده او دا پلاوی به د خپل کار په پای ته رسېدو سره د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه څرګندوي:«لاهم څېړنې یې روانې دي په هغه صورت کې چې پلاوی اړتیا پیدا کړي چې بیا ځلې دغه ولایت ته سفر وکړي او هغه موردونه چې پاتې وي هغه موردونه به هم بشپړ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي