برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 16 آگوست , 2018 لنډ لینک :

د خولې بدبویي له منځه یوسئ!

آریانانیوز: سونډی چې ادرک او عربي ژبه کې زنجبیل هم ورته ویل کیږي پرته له مرګه نور د هرې ناروغۍ لپاره ګټور دی، خو دلته یې داسې ګټه ښودل کیږي چې نوې، حیرانونکې او په زړه پورې ده.


نوې څیړنې ښيي چې ادرک او ددې چای د یو شمېر ګټو ترڅنګ د خولې او تنفس بدبویۍ په له منځه وړلو کې بیخي بې مثاله دی.
په ادرک کې داسې کیمیاوي مواد موندل کیږي چې ادرک تروش بخوند کوي، دا مواد چې کله د ادرک خوړلو یا چای له لارې خولې ته لاړ شي په خوله کې هغه ځانګړي مواد له منځه وړي چې د خولې او تنفس بدبويي رامنځته کوي.
د پوهانو په وینا چې د سلفر او ګوګړ مرکبات په خوله کې بدبویي رامنځته کوي چې په طبي اصطلاح ورته «هیلي ټوسس» ویل کیږي، دوی زیاتوي چې په راتلونکې نیږدې کې به د ادرک خوله وینځونکې «ماوت واش» او د غاښونو کریم هم وړاندې شي.
دغه څیړنه په جرمني کې د میونخ پوهنتون په طبي برخه کې شوې، دوی د څیړنې په پایله کې ویلي چې د ادرک خوړلو نه څو ثانيې وروسته له خولې څخه هغه مرکبات وځي چې د ساه او خولې بدبویئ لامل کیږي.
څیړنه کې پر یو شمېر هغو ناروغانو چې د خولې بدبویي یې درلودله ازموینه ترسره شوه، دوی ویلي چې د ادرک چای څښلو نه وروسته یې د خولې بدبويي تر ډیرې اندازې ختمه شوه.
د څیړنې مشر پروفیسر توماس هوفمین ویلي دي چې د دغې څيړنې ترسره کېدو نه وروسته د خولې پاکولو یو شمېر کمپنیانو د ادرک څخه په ګټې اخیستنې د مصنوعي تولیداتو په جوړولو غور او فکر کوي.
له دې پرته هم ادرک د ماشومانو په قۍ درولو، د خیټې چینجي له منځه وړلو، وزن کمولو، د بدن دفاعي او هاضمي سیستم قوي کولو او یو ډول نورو ناروغیو په مخنیوي کې ګټور او طبیعي خواړه دي.

شریک یي کړئ!
ټکي