برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

جوادپيکارلويې څارنوالۍ ته معرفي شو

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د اشرف غني له لوري، د ښار جوړونې وزارت سرپرست «جواد پیکار» له واک څخه د غلطې ګټې اخستنې او له هیواده د باندې د جایدادونو د پېرلو په غبرګون کې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی
رسنیو ته رسېدلي اسناد ښيي، چې اشرف غني لویې څارنوالۍ ته امر کړی، څو پر جواد پیکار باندې له هیواده د وتلو بندیز ولګوي، په ترکیه کې د نوموړي له لوري د اخستل شویو ملکیتونو اسناد وڅېړي او دا مالومه کړي، چې د کومې منبع د پيسو په اساس پېرل شوي
په سند کې دا هم ویل شوي، چې پیکار له واک ناوړه استفاده کړې او په وزارت کې یې پر ځینو پوستونو باندې سرپرستان ګمارلي
یاده دې وي، جواد پیکار یوازېنی وزیر نه دی، چې له وزارت سره جوخت په بهر کې ملکیتونه پېري، د ګډ حکومت زیاتره وزیران او لوړپوړي چارواکي په بهرنیو هیوادونو کې ملکیتونه لري؛ خو لا هم څرګنده نه ده، چې د کوم عاید په اساس رانیول شوي
څه موده وړاندې، یوې امریکایي رسنۍ د یو شمېر پېژندل شویو افغان سیاستوالو او پخوانیو چارواکو نومونه خپاره کړل، چا چې په دوبۍ کې ملکیتونه او ماڼۍ درلودې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي