برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو ښوونځی د نوم لیکنې مرکز په خاطر چاودنې زيانمن کړل

دیوراپورله مخی د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي وويل چې پرون سهار وختي مخالفووسله والو د مرکز اړوند د کډوالو ښارګوټي ښوونځى پر بمونو الوځولى دى.


هغه وايي چې د دې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب هم پژواک ته وويل چې دغه ښوونځی په بمونو الوځول شوى دى.
هغه وايي: ((په ښوونځي کې د نوم ليکنې مرکز و او ١١ سوه شاګردانو په کې درس وايه، خو ښه دى چې چاودنه سهار وختي شوې او چا ته په کې زيان نه دى اوښتی.))
عرب زياتوي چې د دې چاودنې له امله نن ښوونځى د زده کوونکو پر مخ تړلى دی.
د سيمې يوه اوسېدونکي جميل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ښوونځى کلابند کړى او زده کوونکي ښوونځى ته نه دي تللي.
دى وايي چې په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه اوښتى خو د ښوونځي ښيښې ماتې شوې او دېوالونه يې هم زيانمن شوي دي.
د يادونې ده، تېره ورځ په خوست ولايت کې په يو جومات کې دننه چې د نوم ليکنې مرکز هم و، چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې ١٧ کسان و وژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ!