برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یو بل امریکایي پوځي ووژل شو

آریانانیوز: په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی یو سرتیری د هېواد په ختیځه برخه کې وژل شوی.


د ایساف له مطبوعاتي څانګې ویلي چې د دوی دا امریکایي سرتیری په یوې داسي پيښه کې وژل شوی چې له جګړې سره یې تړاو نه درلود.
ناټو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو وايي د یاد پوځي د مړه کيدو په اړه څيړنې روانې دي.
د امريکا پوځي چارواکي وایی د روان ۲۰۱۹ کال له پیله راهيسې په وسله والو بريدونو، چاودنو او نورو پيښو کې د دوی ۸ سرتیري وژل شوي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې د یاد پوځي د مړیني لامل څه دی، خو تر دې وړاندي داسې راپورونه ورکول شوي چې په افغانستان کې پوځي دندې ترسره کوونکي ځیني سرتیري ځان وژني کوي، همدارنګه ځیني وختونه د طالبانو له خوا چاودنې، نفوذي بریدونو او یا له لیري ویشتونکو توغندیو له امله هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.
خو د ایساف پالیسي دا ده چې تر ډېره حده د خپلو پوځيانو د وژل کیدو پیښې له رسنیو پټي ساتي.

شریک یي کړئ!