برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یوه بې پیلوټه الوتکه ولوېده

آریانانیوز: د سیمې اوسېدونکي وايي چې نن سهار د فراه د پشترود ولسوالۍ په ګجګین کلي کې یوې بې پیلوټه الوتکې سقوط کړی خو امنیه قومانداني دا خبر ردوي.


د پشترود ولسوالۍ د ګجګین کلي اوسېدونکي عبدالبصیر وویل: ((یوه بې پیلوټه الوتکه مې ولیده چې ډېره وړه وه او نن سهار زموږ کور ته نږدې پر ځمکه پرته وه.))
د نوموړي په خبره، د الوتکې پاتې شوني طالبانو په موټر کې انتقال کړل.
د سیمې نورو اوسېدونکو هم د یادې طیارې سقوط تایید کړی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دغه کشفي الوتکه د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو وه او نن سهار طالبانو راغورځولې چې پاتې شوني یې د څېړنو لپاره امن سیمې ته لېږدول شوي دي.
خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د سیمې د اوسېدونکو او طالبانو یادې څرګندونې بې اساسه بولي. د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي