برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یوازې ۱۵۵ تنو مېرمنو نوم لیکنه

د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې د تازه شمېرو په اړه وايي میدان وردګو ولایت کې د مېرمنو له ډلې یوازې ۱۵۵ تنو خپل نومونه لیکلي دي.



تېره دوشنبه د غويي په ۱۰مه د ټاکنو کمیسیون وویل چې ټول ۱۹۲ زره ۹۶۹ تنو مېرمنو نومونه لیکلي دي.
د ټاکنو لپاره نوم لیکنه د تېرې وري میاشتې په ۲۵مه پیل شوې، چې د غويي تر ۱۰مې پورې په میدان ودرګو کې ۱۵۵تنه مېرمنو نوم لیکنه کړې ده.
د ټاکنو کمیسیون مسؤلینو دوه ورځې وړاندې وویل، که وضعیت همداسې روان وي، نو د نوم لیکونکو شمېر به تر درې میلیونه وا نه وړي.
تازه د پوهنې وزارت مسؤلینو ويلي چې له ښوونځيو نه د نوم لیکنې د مرکزونو په توګه د ګټې اخیستو له امله د پوهنې وضعیت باندې بد تاثیر شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي له ښوونځیو پرته بل انتخاب نه لري او له ښوونځیو د مرکزونو انتقال اسانه کار نه دی.
هغه ویلي، دوی مجبور دي چې امنیت نور هم ټينګ کړي خو مرکزونه نه شي لېږدولی.
د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي ولایتونو کې يې هم د عامه پوهاوي په خاطر تبلیغاتي پاڼې هم له چورلکو غورځولې دي.
په ورته وخت کې ملي شورا، مدني فعالان او د چارو څارونکي وايي چې د نوم لیکنې پروسه شفافه نه ده او یو تن په څو نومونو تذکرې اخیستلی شي.
د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنې باید په ۱۳۹۴لمریز کال کې ترسره شوې وای چې د بېلابېلو علتونو له امله درې کاله وځنډېدلې، د شنونکو په باور اوسني امنیتي وضعیت او د نوم لیکنې پروسې ته په کتو ښايي د تلې پر ۲۸مه هم ټاکنې ترسره نه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي