برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو ملا امام او بزګران ووژل

آریانانیوز: د ګډو ځواکونو له لوري د شپنيزو عملياتو او ولسي وګړو د وژنو په دوام دا ځل بيا د کابل ولايت په موسهي ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې ملا امام او دوه بزګران وژل شوي دي



راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د موسهي ولسوالۍ عبدالرؤف کلا په مياخيلو او شادخانې سيمو کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې د کلي ملا امام او دوه تنه بزګران چې په خپلو کروندو کې په اوبو لګولو بوخت وو وژلي دي
ددې سربيره يې يو تن ټپي کړی دی او دوه نور يې ژوندي له ځان سره بېولي دي
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په لوګر ولايت کې امنیتي ځواکونو د واده په مراسمو توغنديز بريد کړی و چې په نتيجه کې يې د واده د زلمي وراره وژل شوی و او پنځلس تنه نور ټپيان شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي