برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو دوه مساجد تخریب او امامان ووژل

آریانانیوز: د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د چاپې په مهال دوه مسجدونه او یوه مدرسه تخریب کړي او پنځه تنه ولسي وګړي یې وژلي
د راپورونه په اساس، چاپه تېره شپه د ګډو ځواکونو له لوري د ګېرو ولسوالۍ په دیسي نومي سیمه باندې اچول شوې، چې په پایله کې یې ۲ بابه مساجد او ۱ مدرسه تخریب شوي او د مساجدو د ۲ امامانو په ګډون پنځه تنه عام وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي
راپورونه زیاتوي، ګډو ځواکونو د چاپې په مهال ۲ کورونه هم تخریب او قیمتي شیان یې له ځانه سره وړي
یاده دې وي، چې تر دې دمه د غزني ولایت مقام او امنیه قومانداني په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي