برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ګرانه! پام چې خطا نه شې!!!

ګرانه فاضله! پوهېږم: کلونه ـ کلونه دې د دې ستړې لارې په مزلونو کې کړاوونه ګاللي. پوهېږم کړېدلی او ځورېدلی به یې، که څه هم جولۍ دې اوس له ګلونو ډکه خو! په دې اغزنه لار کې ستړی به یې.


هو! خبر شوم؛ ستا نن د فراغت ویاړ غوڼده وه، ته فارغ شوې؛ خو! ګوره چې د یو هوسا ژوند لپاره نه! بلکې اسلامي امت ته دخدمت لپاره فارغ شوې، د اسلام په دفاع کې یوې سپېڅلې تورې ته فارغ شوې! ګرانه! منم چې تاته لیکنې او خبرې کول به داسې وي لکه په یو باغوان چې څوک مڼې خرڅوي؛ چې بې فایدې یې ګڼم.

خو! داچې یو څه مې په زړه دي غواړم درته یې څو کرښو کې ولیکم. ګرانه ته پوهېږې! چې ستا له مدرسې فراغت؛ یوې لویې اسلامي جامعې ته خدمت لپاره د فراغت په معنا ده! آیا ته پوهېږې! چې ستا له بخاري او ترمذي فراغت، نظامي ډګر ته د وردانګلو په معنا ده!

آیا ته پوهېږې! چې ستا له درسونو فراغت تورې ته فراغت ده! اې! په دې هکله یو شاعر څه ښه وایي: چې درسونو نه فارغ شي، تـورو ته فـارغ شي چې تـــورو نه فـارغ شي، حورو ته فارغ شي؟

آیا ته پوهېږې! چې تاته دغه سپینه ویاړلې ولول پګړۍ تړل د یو ستر دروند بار او مسئولیت په معنا ده!

آیا ته پوهېږې! چې تاته مسلمه امت کلونه ـ کلونه څومره تریخ انتظار کړی!!! هو! ګرانه! تاته د نړۍ پر مخ ځوریدلی، کړیدلی ولس په انتظار ده او تاته یې هیلې دي. د هر یتیم معصوم بچي هم تاته سترګې او تا له خدایه غواړي، تاته هرکلی وایي.

اې! ګرانه! ته خبر یې! چې د نړۍ ټولې کفري ادارې ستا او ستا د سپینې پګړۍ په خلاف یو موټی شوي! هو! هغوی غواړي چې تانه ستا غیرت، عزت، مقام او حیثیت واخلي.

دوی هڅه کوي چې ستا په زړه کې ویښ احساس، تانده جذبه او ایماني قوه مړاوې او بلآخره تا ووژني. دوی غواړي ترڅو د مادیاتو په بدل کې له تاڅخه ستا خوږه جذبه او خوږ ایمان واخلي او له تاڅخه یو سیکولر او ډیموکرات طلبه ملا جوړ کړي.

ګرانه فاضله! پــام چې ددغو کرغیړنو لومو ښکار نه شې!!! پام چې خطا نه شې!!!

لیکوال: صفي الله “رائد

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي