برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

څوک چې د اشغال پلویان دي!

امریکا او متحدین یې د دجال لښکر او څوک چې د دې خلکو حامیان یا ملاتړي دي هغوی د دجال ملاتړ کوي، د دجال ملاتړ د اسلام او ایمان دښمني ده، دې بدې کړنې ته جواز برابروونکي د دجالي لښکر کرایي شوي یا رضاکار مفتیان او د علماء سوء له ډلې څخه دي.
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوٓا ءَابَآءَكُمْ وَإِخْوٰنَكُمْ أَوْلِيَآءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمٰنِ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُونَ
سورة التوبه ۲۳ ایت
ژباړه: اې مومنانو! خپل پلرونه او وروڼه هم خپل دوستان مه نيسئ، كه چيري هغوى پر ايمان باندي كفر ته ترجيح ورکړي. ستاسي څخه چي څوك هغوى په دوستۍ ونيسي، همغوى به ظالمان وي.
خبره مې ځکه پرته له مقدمې شروع کړه چې درانه لوستونکي د لیکنې په اصلي محتوا له اوله پوه شي؛ هغوی ډېر زیات جاهلان دي چې لا هم امریکا او د امریکا متحدین خپل ناجیان ګڼي، یو خوا قرآن او حدیث واضح بیان کړی چې کفارو ستاسو دوستان نه شي کیدای: لکه د النساء سورة په ۴۴ ایت کې الله جل جلاله د کفارو دوستي منع کړی ده او فرمایي:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطٰنًا مُّبِينًا
ژباړه: اې مؤمنانو! د مؤمنانو په ځاى له كافرانو سره ملګرتيا مه كوئ. ايا تاسي دا غواړئ چي الله ته د ځان پر خلاف څرګند سند ورکړئ؟
بلخوا موږ د تاریخ او په نړۍ کې د امریکا او ناټو له پالیسۍ نه دا په ډېره اسانۍ سره معلومولی شو چې امریکا نه تنها زموږ بلکې د درست اسلامي امت سره شدیده دښمني لري، تاسو وګورئ په عراق، لیبیا او سوریه کې یې څومره وحشتونه ترسره کړل؟ فلسطین یې دا شپېته کاله وشول چې د یهودیانو خولې ته اچولی دی، د برما د بودایانو ملاتړ کوي، په صومالیا او یمن کې یې څه نادودې و نه کړې؟ او له دې ټولو را وروسته دلته په افغانستان کې د امریکایانو اوولس کلن حضور موږ ته پرته له وحشت او دهشت، نور څه راوړل؟؟ څوک دې ووایي کنه او ثابته دې کړي چې امریکا په افغانستان کې د زرګونو میلیاردو ډالرو د مصرفولو دعوه کوي آیا یو میلیارد ډالر هم زموږ د خیر او ګټې لپاره مصرف شوي؟؟ دا د بیزو بچیان هم لکه د روسانو په څېر د خپلو بمبارونو او توپونو، مردارو او زخمیانو مصارف په موږ پسې لیکي!!
له بلې خوا یې د ارګ په ګدۍ داسې لاسپوڅي کینولي چې ټوله توجۀ یې د اشغالګرو خدمت او ولس تیر اېستنې ته وقف کړې ده، افسوس دې وي، پر هغو خلکو چې د امریکایي ښکېلاکګرو په وحشتونو، لوټ تالان او شیطاني اهدافو سترګې پټوي.
امریکایانو د امنیتي تړون تر نوم لاندې د افغانستان قباله د پینټاګون د معاملاتو په رهنما کې تیاره او د ارګ لاسپوڅي رژیم ورته په پټو سترګو امضاء کړه، اوس امریکایان لګیا دي د هېواد کانونه یې ټول لوټ کړل، د نصرانیت تبلیغ ته یې مرکزونه پرانیستي، د فحشا یو طوفان یې را ګډ کړی، مګر د ارګ لاټیان وایي چې هر څه سم دم روان دي، دا هره ورځ چې تر سلو زیات د اردو عسکر وژل کیږي دا د دجال د ګټو لپاره، دا کلي او کورونه، مدرسې او مسجدونه چې بمباریږي دا د دجالي میشن د ترسره کولو لپاره، دا په کونړ چې د پاکستاني پوځیانو له خوا د توغندیو باران وریږي دا…. دا ټول د اشغال سوغاتونه دي، د دې هر څه سره سره بیا هم رسنیو د اشغالګر پوځیان عامو خلکو ته داسې ورپیژندلي چې دا خو ستاسو د نجات لپاره راغلي د دوی موجودیت ستاسو په ګټه دی، تاسو به له ډېرو خلکو اوریدلي وي چې وایي: ښه ده چې امریکایان شته که دوی لاړل د وینو ویالی به روانې شي، دا په رواني مرضونو اخته د اشغالګرو لاشعوره ملاتړي په دې پروپاګند ولس ویروي، کنه نو حقیقت خو دادی چې امریکایي اشغال د ټولو فسادونو جرړه ده، تر څو چې اشغال وي، تر څو چې اشغالګر وي، تر هغو به نه څوک ښه ورځ و ګوري، نه به قراري راشي، نه به هېواد جوړ شي، نه به دا نورې بدبختۍ ختمې شي، بلکې ورځ تر بلې به شدت مومي، موږ ځکه وایو چې راځئ لومړی د اشغال څخه د خلاصون لپاره سره یو موټی شو، د دې لپاره چې زموږ حالت بدل شي او یو څه د آرام سا واخلو، اړینه ده چې د اشغال خلاف په هر ډول چې مو وس وي، لاس په کار شو، دا د دجال لښکر دی دا زموږ د دین، خلکو، هویت او خاورې ازلي دښمنان دي، د دوی ملاتړ د ایمان د زوال سبب جوړېدای شي، الله جل جلاله دې نور دا شیطاني دجالي لښکرې په خپل قهر اخته کړي چې افغانان او ټول اسلامي امت یې له شره وژغورل شي. د سوره توبه په ۲۰ ایت کې د هغو خلکو په هکله چې د کفارو خلاف جهاد کوي الله جل جلاله فرمایي:
الَّذِينَ ءَامَنُوا وَهَاجَرُوا وَجٰهَدُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللَّهِ ۚ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْفَآئِزُونَ
ژباړه: د الله جل جلاله په وړاندي د هماغو خلكو درجه لوړه ده چي ايمان یې راوړ، د هغه په لار کې یې هجرت وکړ(کور او کلی یې پرېښودل) او په سر او مال یې جهاد وکړ. همغوى بريالي دي.
د نړیوال ابو کفر د بشپړ شکست په هیله
یاسر افغان

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي