برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که يې نیول شوی قومندان خوشي نه شي، په شمال کې به د ټاکنو پر مخ دروازه بنده کړي.

په ترکیه کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم وايي، که يې نیول شوی قومندان خوشي نه شي، په شمال کې به د ټاکنو پر مخ دروازه بنده کړي.


د ارګ له لومړي معاونیته خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال دوستم په حواله راغلي چې نظام الدین قیصاري په سیمه کې د ولسوالۍ پر قومندانۍ سربېره د اربکیانو مشري هم پر غاړه درلوده او د دولت د مخالفینو پر ضد يې ډېرې هڅې کړې دي.
نظام الدین قیصاري چې په فاریاب کې د دوستم لوی استازی يادېږي، د قیصار ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ تر څنګ يې د فاریاب د اربکیان مشرې هم پر غاړه درلوده، تېره ورځ له ځانګړو ځواکونو سره له نښتې وروسته ونیول شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي، چې له کابله له راغلي پلاوي سره د فاریاب د امنیت په باب پټه جلسه نیول شوې وه، چې قیصاري يې هم ګډونوال و، خو د پلاوي او قیصاري تر منځ له لفظي شخړې وروسته کیسه تر وسله والې نښتې ورسېده.
رضايي وايي د قیصار یو تن وسله وال غوښتل چې پر لوا راکټ پیر کړي، خو د دولتي عسکرو له لوري په نښه شو او ځای پر ځای ووژل شو.
د هغه په خبره وروسته ځانګړو ځواکونو مداخله وکړه او قیصاري يې د هغه له ۲۵ ټوپکیانو سره ژوندی ونیو او کابل ته يې انتقال کړ.
جنرال دوستم ویلي، د ده د ټوپکي باید احترام وشي او په وینا يې هغه فاریاب د یو اوسپنیز دېوال په توګه د طالبانو پر وړاندې ثابت کړی دی.
دوستم ګواښ کړی چې که يې نیول شوی ټوپکوال خوشي نه شي شمال کې به ټاکنې ونه شي او د دولت نورو پروګرامونو ته به هم خنډونه جوړ کړي.
په فاریاب کې د دوستم ګڼو ملاتړو د قیصاري د خلاصون لپاره لاریون هم کړی دی او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي