برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له قیصاري څخه د دوستم پرضد ګټه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی جنرال دوستم ته نږدې کسان د نظام الدین قیصاري خبرو ته په غبرګون کې وایي، چې ملي امنیت د ولسمشر په ملاتړ له نظام الدین قیصاري څخه د دوستم پر ضد کار اخلي.



د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینچ وايي، ملي امنیت قیصاري ته د پوځي تجهیزاتو په برابرولو، چې اوس د دې بنسټ په بند کې دی؛ غواړي، چې ترې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګټه واخلي.
نظام الدین قیصاري په یوه پوځي غونډه کې خبرداری ورکړی، چې وروسته له دې د جنرال دوستم پر ضد دریږي او هغه د خپل ګوند د مشر په توګه نه مني.
نظام الدین قیصاري تېر کال د ملي امنیت لخوا په ورانکارو کړنو او وژنو کې د لاس درلودو پر تور نیول شوی و او کابل ته را ولیږدول شو؛ خو اوس، چې د ده دوسیه نده بشپړه شوې، د ملي امنیت د مجوزو کارتونو او وسلوالو افرادو په وړاندې دوستم ته خبرداری ورکړ او ویلي یې دي، چې د ولسمشر غني په مشرۍ له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.
ملي امنیت او لویې څارنوالۍ په دې اړه خبرې ندي کړي؛ خو لویه څارنوالي وایي، چې د قیصاري دوسیه اوس هم نده ور رسیدلې.
قیصاري وایي، داسې سندونه لري، چې جنرال دوستم د ملي امنیت په بند کې زما د پاتې کیدو هڅه کړې ده.
جنبش دا خبرې د ولسمشر یو ډول ټاکنیزې هڅې بولي، چې په وینا یې په دې بهیر کې د دوستم رول کمروزی کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي