برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غنی – جنرال دوستم په راتلونکو انتخاباتو کې زما په ډله کې نه وي

آریانانیوز: ولسمشراشرف غني ویلي چې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې به یې لومړی مرستیال جنرال دوستم له ده سره نه وي.


ولسمشر اشرف غني بي بي سي ته وویل: “زه له ټولو خلکو غواړم چې ملاتړ مې وکړي خو دوستم به دا ځل زما په ډله کې نه وي”.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ پيل شوه.
تر دې وړاندې خپله جنرال دوستم هم د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې ویلي وو چې تر اوسه له هېڅ یوې ټاکنیزې ډلې سره هوکړې ته نه دی رسېدلی.
د انتخاباتو کمېسیون وايي چې ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوماندانو د نوم لیکنې په دویمه ورځ د ولسشمر غني په ګډون لسګونو کسانو معلوماتي کڅوړې اخیستې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې تر دې دمه چا هم په رسمي بڼه د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نوم لیکنه نه ده کړې نه یې د خپلو او ټاکنیزو ډلو په اړه څه ویلي دي.
د دې کمېسیون د ویاند مرستیلا ذبیح الله سعادات وايي، تر دې دمه د ولسمشر غني په ګډون له دېرشو ډېرو کسانو معلوماتي کڅوړې اخیستي خو تر اوسه هېچا هم په رسمي بڼه نوم لیکنه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله ته نږدې سرچینې هم وايي چې نوموړی به راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان نوماند کړي. ویسا ورځپاڼې پرون د ځینو سرچینو له قوله داسې خبر خپور کړی چې ښايي ډاکتر عبدالله د ولسمشر غني لومړۍ مرستیالي ومني.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي