برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان په سیاسي مشرتابه کي نه شرم سته. نه وجدان او نه هم ضمیر

آریانانیوز: نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۷ باندي لیکي کله چي تېره میاشت د جنرال دوستم د راتګ جشن په ژوندي توګه له تیلویزیون څخه خپرېدی، ښاغلی احمد ایشچي ورته ناست وو، او ننداره ئې کوله. احمد ایشچي لیدل چي څرنګه په افغانستان کي قدرتمندان عدالت او حیا تر پښو لاندي کوي. او څرنګه د دې پر ځای چي قدرتمن مجرمین توقیف سي او جېل ته واستول سي، هغوی پر سرو غالیو باندي قدم وهي.
په ۲۰۱۶ کي، ۶۳ کلن ایشچي په یوې تیلویزیوني مرکې کي وویل چي جنرال دوستم هغه برمته کړ، بیا ئې د جنسي تیري ناکامه هڅه وکړه، او وروسته ئې خپل محافظینو ته امر ور کړ چي د ایشچي سره ناوړه عمل وکړي. دوستم په کابل کي د امریکا په زور او پیسو نصب سوي حکومت کي د اشرف غني لومړی مرسیتال دئ.
مګر کله چي د ایشچي قضیه جهاني سوه، جمهورریس اشرف غني د عدالت وعده وکړه، او جهانیانو ته ئې وویل چي هغه به داسي جنایت تحمل نه کړي! د جنرال دوستم اووه ساتونکي په پنځه کاله بند محکوم سول، او د محکمې اسناد ښيي چي د ایشچي سره همدا جنایت سوی وو.
خو تېره میاشت، جنرال دوستم بېرته له ترکیې څخه کابل ته فاتحانه راستون سو، او د رسمي استقبال لپاره ئې د اشرف غني د کابینې عالي رتبه مامورین ورغلي ول. د هرکلي پدې تاریخي مراسمو کي د دوستم پخواني محافظین مسلح ولاړ ول، او له زندانه راخوشي سوي ول. کله چي احمد ایشچي د دوستم مسلح ساتونکي ولیدل، هغه وویل،«اووه میاشت مخکي محکمې هغوی محکوم کړل. دا یو سیاسي معامله ده، او د حکومت کمزوري ښيي.» ایشچي وویل،«د دوستم ملګري جنګسالاران پوهېږي، که چیري ئې یو عدالت ته راکش سي، هغوی به هم محاکمه سي. د افغانستان په سیاسي مشرتابه کي نه شرم سته. نه وجدان او ضمیر سته.»
د ایشچي زوی بکتاش وايي هغو خلګو چي د دوستم پر ضد شهادت ورکړی دئ، هغوی الان سخت په بېره کي دي. همدااوس د دوستم خلګو په جوزجان کي د احمد ایشچي د کور مخته وخت نا وخت هوايي ډزي کوي.
د محکمې اسناد ښيي چي افغان مامورینو هڅه کړې وه چي دوستم عدالت ته راکش کړي،‌ خو اشرف غني ئې مخنیوی کړی وو. د دې دوسیې څارنوالانو ته امر سوی وو چي د دوستم نوم دي له دوسیې څخه حذف سي.
د دوستم په راتګ کي راتلونکو انتخاباتو ستر رول لوبولی دئ. اشرف غني غواړي چي یو ځل بیا انتخابات وګټي، او د دې مقصد لپاره د اوزبکو رایو ته ضرورت لري.
د حقوقو مسایل ماهر ښاغلی عبدالشکور دادرس وايي،«له بده مرغه دا دوسیه له لومړۍ ورځي څخه یوه سیاسي لوبه سوه. موږ ئې اوس نتایج وینو. جنرال دوستم د یوې سیاسي معاملې په نتیجه کي بېرته راستون سو.»
ښاغلی ایشچي وايي اشرف غني به هیڅکله عدالت برقراره نه کړي، په تېره بیا اوس چي د کمپېن په مووډ کي دئ. احمد ایشچي خپله دوسیه د بین المللي جرایمو محکمې ته وړې ده. هغه اوس د خپلو خاطراتو په لیکلو لګیا دئ. ښاغلی ایشچي وايي،«اقلا ما به د دې جنایت اصلي څېره جهانیانو ته ښودلې وي.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي