برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خپل‌منځي جګړو وتلې څېرې، دوه نیمې لسیزې وروسته سره ګوري

آریانانیوز: د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش ملي د خپل منځي جګړه مارۍ پر وخت سره مقابل اړخونه و.



انجینر ګلبدین حکمتار له حکومت سره د سولې په نوم له جوړجاړي یو کال وروسته کابل ته راغی او د سیاسي «هڅو» په لړ کې يې تېره ورځ ځان جنرال عبدالرشید دوستم ته مخامخ شو.
په کابل کې د ګلبدین حکمتیار دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هغه څو ساعته وړاندې له جنرال دوستم سره لیدلي او پر روان وضعیت يې خبرې کړې.
د حکمتیار او دوستم د خپل منځي خبرو اترو جزییات نه دي په ډاګه شوې، خو د خپل منځي جګړو دغه دوه مشهور جګړه مار له نږدې دوه نیمې لسیزې ځنډ وروسته یو بل غېږ کې نیسي.
اټکل کېږي چې حکمتیار سیاسي بې وسي دې ته اړ کړ چې د راتلونکو ټاکنو په تړاو د جنرال دوستم دربار ته لمن ونیسي.
حکمتیار تر دې وړاندې د ګوندونو په یوه ناسته کې د دوستم له زوی سره کېنستی، خو له پلار سره یې داسې مهال ګوري چې لا يې هم د راتلونکو ټاکنو په اړه دریځ واضح نه دی.
هغه د حراست او ثبات شورا، په نوم د یو سیاسي جریان له غړو سره هم غوږ جنګولی، خو ښکاري د اشرف غني په بریا کې د دوستم رول ورته د دې وړ ښکاري چې دی يې هم زنه ونیسي.
جنرال دوستم تېر جهاد کې د کمونیستي ملېشو جګړه مار او ګلبدین حکمتیار د مشهور جهادي تنظیم حزب اسلامي مشري پر غاړه لرله.
انجینر ګلبدین حکمتیار دوه کاله وړاندې له حکومت سره تړون لاسلیک کړ او یو کال وروسته کابل ته راغی، هغه د هغه ګوند د مشرۍ دعوه کوي چې عدليې وزارت کې د عبدالهادي ارغندیوال په نوم ثبت دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي