برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دعسکرو ارزښت

آریانانیوز: د حکومت لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، لوړ پوړي پوځي چارواکي تر لاس لاندې عسکرو ته د مرغۍ ارزښت هم نه ورکوي. هغه د جوزجان له قومي مشرانو سره لیدنه کې زیاته کړې د امنیتي ځواکونو سره بې عدالتي ورته د منلو نه ده.



دوستم په ځانګړي ډول د ۲۰۹شاهین قول اردو قومندان ولي احمد احمدزی یاد کړی، چې شمال کې يې امنیت ټینګ نه کړای شو او علت يې هم دا دی چې نوموړی د خپلو عسکرو په کیسه کې نه دی.
د دوستم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې قومندان احمدزی په شمال کې یو ناکام قومندان یاد شوی دی خو هغه يې غبرګون کې ځان بریالی بللی دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو غبرګوني خبرپاڼه کې راغلي، که د دوی دفاع نه وای «نن به جوزجان هم معاون صاحب ته نه وای پاتې.»
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د بغلان امنیه قومندانۍ کې د ننه د طالبانو ډله‌ییز برید لسګونه عسکر ووژل او شپږ ساعته يې جګړه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي