برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل کې استوګن فنلند جمهوریت سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینې لېدنه

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینې مېرمن عادله راز نن له غرمې مخکې کابل کې استوګن د فنلند جمهوریت سفیر ښاغلي هنو ریپتي سره ولېدل.


پدې ليدنه کې، دواړو خواو سیمه کې اقتصادي همکاریو، او پدې برخه کې موجودو فرصتونو او ننګونو په اړه خپلې نظرېې سره شریکې کړې.

مېرمن راز په تېره لسیزه کې اقتصادي همکاریو او سیمه ییز پیوستون برخه کې کتو وړ پرمختګونو ته اشاره وکړه ، هغې وویل چې اقتصاد- محوره سیمه ییزو همکاریو میکانیزمونو افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو لید بدل کړی دَی. د تېر خلاف، د سیمې هېوادونه نن افغانستان د سیمې د تړون او پیوستون ټکۍ پېژني نه د ګواښونو سرچینه.

د اقتصادي همکاریو معینې، سیمې اقتصاد سره د افغانستان تړل او اتصال د افغانستان حکومت د بهرني سیاست لومړیتوبونوڅخه ګڼي او سهیلي آسیا ته د مرکزي آسیا څخه د انرژۍ لیږدونې پروژي، ساري په توګه کاسا ۱۰۰۰ او تاپی پروژې، چابهار بندر پرانیسته، او د لاجوردو لاری هوکړه لیک لاسلیکول ېې مهم ګامونه وبلل چې پدې ډګر کې اخېستل شوي دي.

په پای کې، دواړو لوریو د سیمه ییزو همکاریو میکانیزمونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږي تاکید وکړ او هغه ېې د سیمې پیوستون او اقتصادي یوځای کیدو لپاره مهم و باله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي