برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

عادله راز: د ښځو حقونه باید د سولې په پروسه کې ونه پلورل شي

آریانانیوز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې ، میرمن عادله راز وویل ، د افغانستان د سولې په پروسه کې باید د ښځو حقونه ونه پلورل شي...


په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته په اشارې ، اغلې عادله راز په دې خبرو کې د بشري حقونو ، په ځانګړي توګه د ښځو حقونو د ساتنې څرنګوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو په پروسه کې د بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړي او د افغان حکومت د دې ادعا ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې ښځې هم باید له طالبانو سره د سولې له موافقې وروسته تعلیم او کار ته لاسرسی ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي